د بلخ پوهنتون رئيس په لارښوونه د علمي معاونيت په تالار کې د ملي کانفرانس کمیټې غړو ناسته وکړه.

ba_admin
Tue, Jul 30 2024 11:55 AM
خبر

د بلخ پوهنتون رئيس په لارښوونه د علمي معاونيت په تالار کې د ملي کانفرانس  کمیټې غړو ناسته وکړه.

ناسته دقران کریم په مبارکو آیتونو سره پیل شوه.

لومړی د بلخ پوهنتون رئيس مفتي محمد شریف عثماني ګډونوالو ته داتفاق اتحاد او همغږۍ په اړه څرګندونې وکړې او د کمېټې له غړو یې غوښتنه وکړه چې ددې ملي پروسې په  برياليتوب کې د څېړنو مرستيال څخه خپله مرسته ونه سپموي ځکه چې د دوی نیکنامي د پوهنتون نیکنامي ده او بدنامي يې هم پوهنتون ته راګرځي.

ورپسې څېړنو اوعلمي مجلې مرستيال دکتور پوهاند محمد طاهر طاهر د ناستې په اجندا رڼا واچوله چې دمقالو په اړه دغوښتنليکونو، د مقالو شمېر ېي اصلي توري وو، اوله ګډونوالو يې د تېرې ناستې د ور سپارل شوو کارونو د اجراتو په اړه د راپور غوښتنه وکړه. چې غړو هر يو په خپل وارسره راپور وړاندې کړ.

ناسته دخير په دعا سره پای ته ورسېدله.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

photo