د بلخ پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د (قلم)په نوم جريده خپره کړه!

ba_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۲:۲۲
خبر

دوشنبه د روان ۱۴۴۷ھ ق کال د ربیع الثانی مياشتې په ۲۰مه د بلخ پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د (قلم) په نوم جريده خپره کړه.
د دغه جريدې د لګولو په مراسمو کې د دغه پوهنځي استادانو، اداري کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلانو د خپرېدو هر کلی وکړ او ياده جريده يې د پوهنځي د علمي او ادبي چاپېريال د لا پياوړتيا په لور مهم ګام وباله.

د ويناوالو په نظر «قلم» جریده د پوهنيزو، فکري او ادبي هڅو د راټولولو او خپرولو لپاره يو مهم علمي منبر دی، چې د استادانو او محصلينو د استعدادونو د ودې او د فکري تبادلې د فضا د رامنځته کولو لامل ګرځي.

 دغه راز د ياد پوهنځي استاد پوهنيار نعمت الله«شريفي» وویل:«په ښوونې او روزنې پوهنځي کې قلم جریده د علمي او فکري تجربو د تبادلې تر ټولو اغېزمنه وسیله ده، چې د محصلانو د خلاقیت او ژبني مهارتونو د ودې لپاره عملي زمینه برابروي»

ګډونوالو د جريدې د مسوول مدير  او د دې خپرونې د ټیم هڅې وستاېلې او له ټولو استادانو او محصلينو يې وغوښتل، چې د راتلونکو ګڼو د بډای کولو لپاره خپلې ليکنې او علمي مطالب ور واستوي.
 
بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۸
Background image

جلسه ماهانه کمیته نشرات برگزار شد.

روز سه شنبه مورخ ۱۴۴۷/۷/۲۳ هـ.ق مطابق ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ هـ.ش جلسه نوبتی اعضای کمیته نشرات پوهنتون بلخ در معاونیت تحقیقات و مجله علمی، تحت نظر آمر مجله علمی با تلاوت چند از آیات کلام الله مجید. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۶
Background image

پروژه‌های دیپلوم محصلان دیپارتمنت ساختمان‌های هایدروتخنیکیِ پوهنځی انجنیری پوهنتون بلخ برگزار شد.

روز سه‌شنبه ۲۳ رجب المرجب محفل دفاع پروژه‌های دیپلوم محصلان دیپارتمنت ساختمان‌های هایدروتخنیکیِ پوهنځی انجنیری پوهنتون بلخ، تحت نظارت کمیسیون اخذ دفاع پروژه‌های دیپلوم، مطابق طرزالعمل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۵۱
Background image

وبینار علمی ـ تخصصی:

«بررسی حقوقی دستگیری و محاکمه نیکولاس مادورو، رئیس‌جمهور ونزویلا، توسط ایالات متحده آمریکا»، روز دوشنبه ۲۲ جدی ۱۴۰۴، رأس ساعت ۷:۳۰ شب، به ابتکار کمیته فرهنگی پوهنځی حقوق و علوم سیاسی. . .

BACK TO NEWS