په بلخ پوهنتون کې د محصلانو چارو مرستيال د درملنې کمېټې له غړو سره، د لوړو زده کړو وزارت د هدايت په اساس مشورتي ناسته وکړه!

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۹:۴۴
خبر

د سې شنبه په ورځ د ۱۴۴۷ھ ق کال د ربیع الثانی مياشتې په ۲۸مه، په بلخ پوهنتون کې د محصلانو چارو مرستيال ډاکټر ګل خان «نبي زاده» د درملنې کمېټې له غړو سره د لوړو زده کړو وزارت د تازه مکتوب پر بنسټ مشورتي ناسته وکړه. د دغه ناستې پيل د بلخ پوهنتون د محصلانو د انسجام او خدمتونو چارو آمر قاري شير محمد «احمدي» لخوا د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو تلاوت سره وشو.

په دغه ناسته کې د ياد معاونيت محصلانو د انسجام او خدمتونو چارو آمر او د همدغه آمريت اثر لاندې د حقوقي کلينيک مدير او يو شمېر استادانو ګډون درلود.

د بلخ پوهنتون محصلانو چارو مرستيال ډاکټر ګل خان «نبي زاده» د ناستې ګډونوالو ته د محصلانو درملنې په برخه کې لازمې مشورې ورکړې او د دغه کمېټې له غړو يې هيله وکړه، چې خپل اداري تنظيم ته پوره پاملرنه وکړي. او په پلان سره مخته لاړ شي.

دغه راز ښاغلي مرستيال له خپلو همکارانو وغوښتل چې  ناروغ او په ځانګړي ډول رواني ناروغو محصلانو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه  ټولو پوهنځيو کې استازي وټاکي او له هغوی سره وخت پر وخت ناستې برابرې کړي.

 

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۵۵
Background image

سیمینار علمی تحت عنوان (روش تهیه پروپوزل برای مونوگراف ) برگزار شد.

برای محصلان سمستر پنجم پوهنځی علوم وترنری سیمینار علمی یک روزه تحت عنوان (روش تهیه  پروپوزل برای مونوگراف برګزار شد

سیمینار متذکره در حضور داشت رئیس پوهنځی و اساتيد توسط پوهندوی حسن. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۴:۲۸
Background image

سمینار سه‌روزهٔ کمک‌های اولیه صحی برای کارمندان اداری پوهنتون بلخ به پایان رسید.

سمینار سه‌روزهٔ آموزشی «کمک‌های اولیه صحی» برای کارمندان اداری پوهنتون بلخ، با هدف ارتقای سطح علمی و افزایش توانایی‌های مسلکی کارمندان در زمینهٔ ارائهٔ کمک‌های اولیه صحی، به پایان رسید.. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۷
Background image

برگزاری مسابقه کتابخانه میان محصلین پوهنځی حقوق و علوم سیاسی پوهنتون بلخ.

مسابقه کتابخانه میان محصلین پوهنځی حقوق و علوم سیاسی پوهنتون بلخ، با حضور رئیس، اساتید و محصلین پوهنځی برگزار گردید.

این مسابقه ‌که با هدف ترویج فرهنگ مطالعه، تشویق محصلین به کتاب. . .

BACK TO NEWS