په بلخ پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو د (غزې د کړکېچ په اړه) د انساني وجدان له مخې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې تمثيل نندارې ته وړاندې کړ!

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۰:۳۳
خبر

دوشنبه د ۱۴۴۷ھ ق د جمادي الاولی په ۱۹مه په بلخ پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو د غزې د کړکېچ په اړه، د انساني وجدان له مخې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې تمثيل نندارې ته وړاندې کړ، د دغه تمثيلي غونډې پيل د قران کريم په تلاوت کولو سره وشو.

 

د بلخ پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئيس دکتور فيروز الدين «فيروز» په خپلو خبرو کې وويل: د خوښۍ ځای دی، چې زمونږ محصلان د خپلو استادانو په وړاندې، هغه زده کړې چې دوی په تيوري بڼه څارلي، په خپلو تجربو بدلوي.

 

دغه راز ښاغلي رئیس د «بيت المقدس»، په ارزښت او اهميت هم خبرې وکړې او د ناستې ګډونوالو ته يې زياته کړه، چې له دغه مبارک ځای څخه پيغمبر «ص» اسمانونو ته تللی دی، او دغه ځای د اسلام په تاريخ کې بهترين تاريخي ځای دی، بايد خپل اسلامي تاريخ ډېر ولولو او د کفارو پر وړاندې يې دفاع وکړو.

ښاغلي رئيس دا هم وويل: چې د انساني وجدان له مخې په ټولنيزو رسنيو کې د کفارو له لوري په هر اسلامي هېواد او په ځانګړي ډول پر فلسطین ظلمونه بايد په کلکه وغندو.

د همدغه پوهنځي بل استاد دکتور محمد طاهر «طاهر» د خپلې وينا په مهال وويل: چې په دنيا کې ډېر اسلامي هېوادونه شته او طاقتور هم دي ؛ خو له  بده مرغه اسلامي تاريخ يې له پامه غورځولی دی، او د کفارو او يهودو له لوري پر مسلمانانو کېدونکو ظلمونو پر وړاندې چوپ پاتې دي.

ښاغلي طاهر - طاهر زياته کړه، چې په افغانستان کې په رښتيني ډول اسلام او اسلامي نظام قايم دی او تر خپله وسه د فلسطين له مسلمانانو سره خواخوږي لري.

د انساني همدردۍ په موخه د همدغه پوهنځي څو تنو نورو استادانو هم پر غزه د ظلمونو په مناسبت ويناوې وکړې او د غزې د کاميابۍ دعا يې وکړه.

 

ورپسې محصلانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې په موخه ګردی میز جوړ کړ او د غزې د مسلمانو سره يې د انساني او مسلماني همدردۍ په موخه تمثيل نندارې ته وړاندې کړ.

 

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۶
Background image

تورنمنت مسابقه دوش ميان پوهنځی های شانزده گانه پوهنتون بلخ به پایان رسید.

مراسم اختتامیه تورنمنت دوش میان پوهنځی های شانزده گانه پوهنتون بلخ روز شنبه ۱۸ میزان ۱۴۰۵ ه ش برابر ۲۷ ربيع الثاني ۱۴۴۸ ه‍ ق با اشتراک  معاون صاحب مالی و اداری، معاون صاحب محصلان، امر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۳۷
Background image

اخذ امتحان قانون أمر بالمعروف و نهی عن المنکر از پرسونل این پوهنتون!

طبق هدایت ریاست محترم دعوت و ارشاد امتحان قانون أمر بالمعروف و نهی عن المنکر را از تمام استادان و کارکنان این پوهنتون اخذ نمود.
این امتحان درحال گرفته می‌شود که فرمان امر بالمعروف و نهی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۳۳
Background image

سیمینار اصلاحی پیرامون" تشریح قانون أمر بالمعروف و نهی عن المنکر"برای محصلین لیلیه پوهنتون بلخ!

آمریت دعوت وارشاد پوهنتون بلخ جهت تطبیق بهتر قانون أمر بالمعروف و نهی عن المنکر و آگاهی محصلین از مطالب این قانون، قانون متذکره‌ را طی سیمینار اصلاحی برای محصلین لیلیه پوهنتون بلخ. . .

BACK TO NEWS