دبلخ پوهنتون ټولو منسوبینو لپاره دیني علمي او اصلاحي سیمینار ترسره شو.

ba_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۹:۹
خبر

يکشنبه د روان ١٤٤٧ ه ق کال د رجب المرجب مياشتې په ٧مه د مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي بخت محمد مومنیار په هڅو د دعوت او ارشاد په همغږئ د بلخ پوهنتون منسوبینو لپاره دیني علمي او اصلاحي سیمینار دایر شو چې پيل يې د قرانکریم په مبارکو آياتونو سره وشو.

لومړی د بلخ پوهنتون رئيس ښاغلي شیخ القرآن والحدیث محمدسیدهاشمي د راغلو ميلمنو او ګډونوالو هرکلی وکړ او د اعتقادی مسایلو په اړه یې ارزښتناکې خبرې وکړې او ګډونوال يې ظاهري او باطني اصلاح ته راوبلل.

ورپسې د بلخ ولایت امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست مرستیال مولوی عبد الهادي عدالت يار د اسلام دین او نظام په ارزښت، غوښتنه، نفاذ د ظاهر او باطن جوړونې په اړه هراړخيزه وينا وکړه.

وروسته بیا د علماوو شورا رئيس الحاج مولوی حیات الله حلیم هم  د پوهنتون مسوولينو ته د علمي سرچینو پیاوړتیا ټولنې ته په وړتیا او فکري روحیه سمبال ځوانانو وړاندې کولو ټينګار وکړ ترڅو ټولنه د اسلام ځان بساینې او پرمختګ په لور حرکت وکړي هغه همداراز زیاته کړه چې د استادانو  ظاهري کړنې مستقیما په محصلينو اغیز لري له همدې امله باید ځانونه په حقيقي توګه د اسلام تابع وګرځوو.

ياد سیمینار د دعا په کولو سره پای ته ورسېده.

 

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۸
Background image

جلسه ماهانه کمیته نشرات برگزار شد.

روز سه شنبه مورخ ۱۴۴۷/۷/۲۳ هـ.ق مطابق ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ هـ.ش جلسه نوبتی اعضای کمیته نشرات پوهنتون بلخ در معاونیت تحقیقات و مجله علمی، تحت نظر آمر مجله علمی با تلاوت چند از آیات کلام الله مجید. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۶
Background image

پروژه‌های دیپلوم محصلان دیپارتمنت ساختمان‌های هایدروتخنیکیِ پوهنځی انجنیری پوهنتون بلخ برگزار شد.

روز سه‌شنبه ۲۳ رجب المرجب محفل دفاع پروژه‌های دیپلوم محصلان دیپارتمنت ساختمان‌های هایدروتخنیکیِ پوهنځی انجنیری پوهنتون بلخ، تحت نظارت کمیسیون اخذ دفاع پروژه‌های دیپلوم، مطابق طرزالعمل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۵۱
Background image

وبینار علمی ـ تخصصی:

«بررسی حقوقی دستگیری و محاکمه نیکولاس مادورو، رئیس‌جمهور ونزویلا، توسط ایالات متحده آمریکا»، روز دوشنبه ۲۲ جدی ۱۴۰۴، رأس ساعت ۷:۳۰ شب، به ابتکار کمیته فرهنگی پوهنځی حقوق و علوم سیاسی. . .

BACK TO NEWS