د علمي او محصلانو چارو مرستيالانو د لوړو زده کړو وزارت په انلاین کنفرانسونو کې ګډون وکړ.

ba_admin
Sat, May 10 2025 9:14 AM
خبر

د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د ثور مياشتې ۱۸مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالقعدة میاشتې له لسمې نیټې سره برابره ده، د بلخ پوهنتون علمي چارو مرستيال مفتي جمال الدین آغا او  محصلانو چارو مرستيال پوهنوال محمد شریف امین د آی ټي آمریت اړوند د آی ټي  سي بي  مرکز کې  د لوړو زده کړو وزارت په دوو جلا کنفرانسونو کې، چې د لوړو زده کړو وزارت علمي معين شیخ ضیاء الرحمن اریوبي، محصلانو چارو معين شیخ عبد الله سیحان او د یو شمېر پوهنتونونو علمي او محصلانو چارو مرستيالانو هم ګډون کړی و.
په کنفرانسونو کې په یو شمېر بېلا بېلو موضوعاتو، ستونزو ته د حل لارو لټولو تر څنګ د پوهنتونونو تر منځ د لا همغږۍ په رامنځته کولو باندې خبرې وشوې.
دغه کنفرانسونه د خير په دعا سره پای ته ورسېدل. 
بلخ پوهنتون د اړیکو او عامه پوهاوي آمريت.