په بلخ پوهنتون کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو د خالي کادري بستونو لپاره د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه!
د بلخ پوهنتون په علمي چارو معاونیت کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو خالي کادري بستونو د ګومارنې په موخه د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه.
په دې ازموینه کې د بلخ پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي انګلیسي څانګې یو بست، د اقتصاد پوهنځي د ادارې او منجمنټ څانګې یو بست، د ملالۍ خصوصي پوهنتون د فارمسي پوهنځي درې بستونه، د احمدشاه ابدالي خصوصي پوهنتون د فارمسي پوهنځي یو بست او د ترکستان خصوصي پوهنتون یو شمېر خالي کادري بستونه شامل وو.
په یاده ازموینه کې شاوخوا ۳۰ تنو ګډون کړی و، چې د بهرنۍ ژبې د پوهې او وړتیا کچه یې د ټاکل شویو معیارونو له مخې وارزول شوه.
د ازموینې د پرانیستې په مراسمو کې د بلخ پوهنتون علمي چارو مرستیال، الحاج مولوي پوهندوی محب الله «هدایت»، ګډونوالو ته د وینا پر مهال وویل، چې د کادري بستونو د ګومارنې لړۍ باید په شفافیت، عدالت او د علمي معیارونو په پام کې نیولو سره ترسره شي. نوموړي له ګډونوالو وغوښتل چې ازموینه په ډاډ او د ټاکل شویو اصولو له مخې ترسره کړي.
د یادې پروسې بله اساسي مرحله، چې اختصاصي ازموینه ده، ټاکل شوې د را روانې دوشنبې په ورځ د لوړو زده کړو وزارت د پلاوي په حضور کې ترسره او د کادري بستونو د ګومارنې لړۍ په همدې اساس بشپړ شي.
نېټه: شنبه
۱۴۴۸/۴/۲۰ ھ ق
۱۴۰۵/۷/۱۱ ھ ش
د نشراتو او عامه اړيکو آمريت