د بلخ پوهنتون د ستراتیژیک پلان د جوړونې کمېټې ناسته؛

ba_admin
Mon, Jan 18 2021 6:31 PM
جلسه کمیته تدوین پلان استراتیژیک دانشگاه بلخ

د ستراتیژیک پلان کمېټې د (۱۴۰۰- ۱۴۰۴) کلونو لپاره بلخ پوهنتون د ستراتيژیک پلان د جوړونې په موخه د علمي چارو مرستیال پوهندوی احمد رشاد جمالیار تر ریاست لاندې او د شپاړلس ګونو پوهنځیو د ستراتيژیک پلان کمېټو د مسوولینو، د محصلانو چارو معاونیت، د اداري چارو معاونیت او د پوهنتون د جن‌‌‌‌‌‌ډر امریت استازو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون د علمي چارو معاونیت د ناستو په تالار کې خپله لومړنۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې ځینې موضوعات لکه د (۱۳۹۶ - ۱۴۰۰) کلونو د ستراتیژیک پلان د پياوړو او کمزورو ټکو ارزونه، د پوښتنپاڼو جوړول، د ستراتیژیک پلان جوړولو د مرحلو ټاکل، د پوهنتون د ستراتیژیک پلان یو شمېر لویې موخې او هم یې مهالوېش تر بحث لاندې ونیول شول او لازمې پرېکړې وشوې.
...
د بلخ پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو امریت
۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومي(جدي) ۲۸ مه.

 

جلسه کمیته تدوین پلان استراتیژیک دانشگاه بلخ

 

جلسه کمیته تدوین پلان استراتیژیک دانشگاه بلخ

 

جلسه کمیته تدوین پلان استراتیژیک دانشگاه بلخ

 

جلسه کمیته تدوین پلان استراتیژیک دانشگاه بلخ