دپېژند ګلوۍ ناسته

ba_admin
Thu, Mar 28 2024 11:06 AM
خبر

سه شنبه د1445 /23/4 ه ق د ترانسپورت مدیر.او دډېپو مدیر  پېژندګلوۍ په مناسبت ناسته د قرآنکریم په مبارکو آياتونو سره پيل شوه.

لومړى دبلخ پوهنتون د تدارکاتو آمر مولوي سید فرید سادات دمسئوليت په اړه څرګندونې وکړې اود پخوا ني کدَ هڅو ستاينه وکړه آو نوو مدیرانو هر یو معلم عزیز ،سیدغوث الدین،  او دډيپو مدیرته يې دَ ورسپارل شوو دندو مبارکي وويله هغه همدا راز ادلون او بدلون يو اصل وباله تر څو دچارو پر مختګ لپاره وړ کسان په دندو وګمارل شي او دَ کارونو په چټکتيا کې مهمه ونډه ولري او دَ هغوى لپاره يې دبريا دعا وکړه.

په پاى کې دبلخ پوهنتون دَ بشري سرچينو آمر  محمد حليم بلخي  ديادو آمرينو د ګمارنې مکتوب ګډونوالو ته واورو.

ناسته په دعا کولو سره پاى ته ورسيده.

دبلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.