دلوړو زده کړو وزارت څخه د ارزيابۍ په موخه راغلي پلاوي.

ba_admin
Wed, May 08 2024 9:11 AM
خبر

دلوړو زده کړو وزارت څخه د ارزيابۍ په موخه راغلي پلاوي د بلخ پوهنتون له رئيس ښاغلي مفتي محمد شریف عثماني سره د هغه په کاري دفتر کې ليدنه وکړه.

لومړی دبلخ پوهنتون رئيس ښاغلي مفتي محمد شریف عثماني راغلو مېلمنو ته دروند هرکلی وکړ، هغه په خپلو خبرو کي د ارزونې چارې د تدريسي او اداري بهير روڼتیا لپاره ګټورې وبللې هغوی ته يې په چارو کې د هر راز مرستې ژمنه وکړه.

ورپسې دلوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي خبري وکړې او دپلاوي د مسؤلیتونو په اړه څرګندونې وکړې.

بلخ پوهنتون داړيکو او عامه پوهاوي آمريت.