علمي مجلې د هیأت تحریر ناسته.

ba_admin
Thu, May 09 2024 8:16 AM
خبر

چهارشنبه د ۲۹/ ۱۰ / ۱۴۴۵ سپوږمیز کال چې له ۱۹ / ۲ / ۱۴۰۳  لمریزې نېټې سره برابره ده، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستیال تر مشری لاندې د معرفت (د ټولنیزو علومو مهالنۍ) علمي ـ څېړنيزې مجلې د تحریر هئیت ناسته د دې پوهنتون په مرکزي تعمیر او د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په تالار کې وشوه.

په پيل کې یو تن ګډونوال د قرآن کريم د څو مبارکو  آیتونو په تلاوت سره ناسته رسماً پيل کړه. ورپسې د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستیال ښاغلي پوهاند ډاکتر محمد طاهر طاهر د علمي مجلو د کيفیت او ارزښت لوړولو، د نشراتي ارګان په توګه يې د دريځ او همدارنګه د نړۍ‌والې مجلې د پيلولو په اړه خبرې وکړې.

وروسته له اجنډا سره برابر، د ټولنیزو علومو له پوهنځیو څخه د  استادانو (۱۳) عنوانه مقالې د هئيت تحریر جلسې غړیو له‌خوا تر کتنې وروسته د تقريظ لپاره تقریظ ورکوونکو استادانو ته ارجاع شوې.

په پای کې ناسته په دعايې پای ته ورسېده.

 

photo

 

photo