د ښه خدمت په موخه يې تقدير کړل!

ba_admin
Sat, May 11 2024 9:02 AM
خبر

د پنجشنبې په ورځ مالي او ادارې چارو مرستيال ښاغلي قاضي عبدالهادي فضلي په خپل کاري دفتر کې

شمال زون سپورټ په برخه کې د لوړو زده کړو د وزارت له لوري د پلازمينې کابل څخه د راغلو هئياتانو چې څو ورځې يې د ميلمه پالنې جوګه وو. نن د خدای پامانۍ په مناسبت ناسته وکړه.

راغلو ميلمنو په بلخ پوهنتون کې د زون په سطحه د واليبال سيالۍ پر لاره اچولې وې؛ چې اتلولي يې د ياد بلخ پوهنتون په ګټه تمامه شوه.

د بلخ پوهنتون رئيس مفتي محمد شريف عثماني او د مالي او اداري چارو مرستيال عبدالهادي فضلي د راغلو ميلمنو دغه کارنامه وستايله او د تګ پر مهال يې ور څخه د زړه له کومي مننه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت دانسجام رياست فرهنګي چارو مسؤول روح الله عثماني له لوري مالي او اداري چارو مرستيال عبدالهادي فضلي ته د ښې همکارۍ له امله د هغه په کاري دفتر کې په ستاينليک و نازاوو، او د بلخ پوهنتون مقتدر مشر ښاغلی عثماني صيب په نه شتون کې د هغه ستاينليک هم ښاغلي فضلي ته وسپارو، او د لا نور دغه ډول ښو خدمتونو هيله يې څرګنده کړه.

بلخ پوهنتون داړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

photo