د اقتصاد پوهنځي رئیس د بلخ ولايت د اقتصاد له رياست سره د دوه اړخیزه همکاریو پر بنسټ هوکړه لیک لاسليک شو

ba_admin
Tue, Jun 11 2024 8:53 AM
خبر

د بلخ پوهنتون د رئيس په لارښوونه د چهارشنبې په ورځ د بلخ پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رئیس

د بلخ ولايت د اقتصاد له رياست سره د دوه اړخیزه همکاریو پر بنسټ هوکړه لیک لاسليک شو.

 ياد هوکړه لیک چې دبلخ پوهنتون د اقتصاد رئیس  ښاغلي سردار ولی او اقتصاد رئیس مولوي. عبدالشکور صدام تر منځ لاسليک شو. دواړه خواوې کولای شي چې په اقتصادي چارو کې د یو بل سره همکاري وکړي . همداراز د ياد هوکړه لیک پر بنسټ به د محصلانو لپاره د پرکتیک په برخه کې يو لړ اسانتیاوې برابرې شي چې دمحصلينو په ذهني وده کې به مثبت رول ولوبوي.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوی آمریت.

 

 

photo

 

photo