د علمي تحقیقاتو د کمېټې مهالنئ غونډه د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې د مرستیال تر نظر لاندې تر سره شوه

ba_admin
Tue, Jun 11 2024 9:01 AM
خبر

يکشنبه د ۱۴۴۵/۱۲/۲ هجري سپوږمیز کال چې د ۱۴۰۳/۳/۲۰ لمریز کال سره سمون لري د علمي تحقیقاتو د کمېټې مهالنئ غونډه د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې د مرستیال تر نظر لاندې د دغه پوهنتون  په مرکزي ودانۍ ( د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په تالار ) کې تر سره شوه.

 غونډه د شرعیاتو د پوهنځي استاد ښاغلی پوهنمل حکمت الله حکمت له خوا د قرآن کریم د څو مبارک آیتونو په لوستلو سره رسماً پیل شوه. وروسته له هغې د بلخ پوهنتون دڅېړنو او علمي مجلې مرستیال د علومو ډاکټر ښاغلی  پوهاند محمد طاهر طاهر د کمېټو د دندو او مکلفیتونو په تړاو لارښوونې وکړې او د کمېټو مسوولین یې د پوهنځیو په کچه اصلاحي کارونو ته وهڅول تر څو چې د ترفېعاتو او عنوانو د ثبت پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ نه شي.

وروسته د اجنډا له مخی،  د استادانو  ترفېعی او غیر ترفیعی او د علمي کنفرانسونو موضوعات مطرح  او د غونډې د غړو له لورې و ارزول شول. همدا ډول د غونډې غړو، د استادانو د علمي کنفرانسونو د لا ښه والي په هکله خپل نظرونه وړاندې کړل.

په اخر کی، غونډه د  خیر په دعایې سره پای ته ورسېده.

بلخ پوهنتون داړيکو او عامه پوهاوي آمریت.