د (قلموال) لړۍ په لړ کې څلورم ټوک هم د چاپ پر ګاڼه سمبال او د مخکتنې غونډه یې ترسره شوه!

د بلخ پوهنتو ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ چهارشنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د زمري(اسد) ۱۷مه نېټه د (قلموال) څلورم ټوک د بېلابېلو پوهنځیو رئیس صیبانو او استادانو په ګډون، چې د پښتو ژبې او ادب ډیپارټمنټ ګڼ شمېر محصلان هم راټول شوي وو، پرانیست.
د (قلموال) په دغه ټوک کې دا ځل څلورم او درېیم ټولګيو د څلورکلنې لېسانس دورې مزل، بېلابېلې ادبي_هنري لیکنې، د ژوند خوږې خاطرې په هنري انداز د نثر په جامه کې پېيل شوي دي.
د پښتو ژبې او ادبیاتو ډیپارټمنټ د فرهنګي کمېټې مشر او د( قلموال) لارښود استاد پوهنمل عزیزالدین يوسفزي د (قلموال) په اړه هر اړخیز معلومات او هم یې له تېرو ټوکونو سره د دې ټوک زیاتونې او متفاوتوالی د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړ. بیا یې له استادانو، محصلانو او په ځانګړې توګه یې د شمال مطبعې له بنسټګر استاد پوهنمل محمدنعیم نظري څخه مننه وکړه، چې هر ځل یې په مشترکه توګه دې لړۍ ته اوږه ورکړې ده.
ورپسې د ادبیاتو پوهنځي رئيس قاري فيض الله ذکي د دریځ مخې ته وغوښتل شو، ښاغلي فيض الله ذکي پرې خوښي څرګنده کړه او د پښتو ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ فرهنګي هڅې یې وستایلې. همدارنګه یې د دا ډول فعالیتونو پر دوام ټینګار وکړ.
په غونډه کې د بېلابېلو ویناوالو له وینا وروسته (قلموال) پر اړوندو محصلانو ووېشل شو او غونډه په دعا سره پای ته ورسېده.
بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

