په بلخ پوهنتون کې د ارواح ښاد شهید خلیل الرحمن حقاني د روح د خوشحالۍ په مناسبت د قران عظيم الشان ختم ترسره شو.

ba_admin
Tue, Dec 17 2024 12:12 PM
خبر

 د دوشنبه د ليندۍ مياشتې په ۲۶مه د بلخ پوهنتون په مسجد شريف کې د ارواح ښاد شهید خلیل الرحمن حقاني د روح د خوشحالۍ په موخه د قران عظيم الشان ختم او دعاوې وشوې، په دغه ختم کې د بلخ پوهنتون رهبرۍ، د پوهنځیو رئيسانو،  استادانو، اداري کارکوونکو او سلګونو محصلانو ګډون کړی وو.

د قرآن عظيم الشان تر ختم وروسته، استادانو او محصلانو د شهید خلیل الرحمن حقاني له پاره په جنت کې د لوړو درجو او د اُمت ټولو شهیدانو ته د مغفرت دؤعاوې وکړې.

 دغه راز د بلخ پوهنتون رهبرۍ، استادانو، کارمندانو او محصلانو؛  په ګډه د ارواح ښاد شهید خلیل الرحمن حقاني پر شهادت خواشیني وښوده، او د نوموړي کورنۍ سره يې په دغه غم کې ځان شريک وګاڼه. 

پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمریت

photo