په بلخ پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته و شوه

ba_admin
Sat, Dec 21 2024 10:10 AM
خبر

د پنجشنبه د ليندۍ مياشتې په ۲۹مه په بلخ پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره شوه، چې پيل يې د ياد پوهنتون د کرنې پوهنځي رئيس مولوي عبدالحکيم «صالحي» له لوري د قران مجید په خوږ کلام سره وشو.

 

په دغه ناسته کې د بلخ پوهنتون د ټولو پوهنځيو څخه ټاکل شويو غړو ګډون درلود، چې د بلخ پوهنتون مرستيالانو ورته خپل مياشتني راپورنه وړاندې کړل.

 

په ياده علمي شورا کې، دوه د ترفيعاتو، نهه د تقرر، درې د انفکاک او شپږ د متفرقوو دوسيې وڅېړل شوې.

 

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت