په بلخ پوهنتون کې د کادري ازموينې پيل!

ba_admin
Sun, Jan 05 2025 2:15 PM
خبر

نن یکشنبه د ١٤٤٦/٧/٤ ه ق بلخ پوهنتون کې د ټاکلې نېټې سره سم، د شمال زون په کچه د شپږو ولایتونو پوهنتونونو څخه په ٣٩ مختلفو څانګو کې د ٤٦ خالي کادري بستونو لپاره ( ٣٤٩ ) نوماندانو فورمې ډکې کړې وې چې د ورکړل شوي شمیر څخه يې (٢٨٤) په شرایطو برابر پېژندل شوي وو چې د ژبې په برخه کې ازموينه ورڅخه واخيستل شوه،
د يادې آزموينې په پيل کې دبلخ پوهنتون علمي مرستيال پوهنمل حیات الله حقجو د آزموینې په  طرزالعمل لنډې خبرې وکړې او نوماندانو ته یې د روڼتیا ډاډ ورکړ.
ورپسې دآزموینې روڼتيا یقیني کولولپاره د پوښتنو پرچې د نوماندانو په  وړاندې له مهر ولاک شوو کارتنونو څخه را بهر کړل شوې او دپرچو د وېش لړۍ يې پیل شوه او دڅو ساعتونو ځنډ وروسته د بلخ پوهنتون د رهبرئ تر څار لاندې پای ته ورسېده. 
دیادې ازموینې بریالي نوماندان به د سه شنبې په ورځ اختصاصي  آزموينه کې ګډون کوي.
بلخ پوهنتون د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت.