د الکترونیکي زدکړو مؤسساتي کمېټې ناسته!

ba_admin
Mon, Jan 20 2025 9:08 AM
خبر

د يکشنبه په ورځ  د مرغومې مياشتې په وروستۍ نېټه بلخ پوهنتون د علمي چارو معاونيت د غونډو په عمومي تالار کې د الکترونیکي زدکړو مؤسساتي کمېټې خپله غونډه وکړه، د يادې غونډې پيل د قران پاک په څو مبارکو ايتونو سره وشو.

 

په دغه غونډه کې د بلخ پوهنتون په ټولو الکترونیکي چارو خبرې وشوې، د بلخ پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهنمل حيات الله حقجو چې د دغې غونډې ګډنوال و، په خپله وينا کې د الکترونیکي چارو په چټکوالي د غونډې ګډنوالو ته ډاډ ورکړ او په ترڅ کې يې ورته ښه خبر دا ورکړ، چې په نږدو وختونو کې به د نوموړي پوهنتون ميډيا سنټر څانګه بیاځلې پرانيستل شي.

 

د يادولو ده، چې د تېر يوه کال راهيسي د نوموړي پوهنتون دغه څانګه غير فعال وه؛ خو اوس د مسوولينو په وينا بيا د  پرانیستل کیدو په حال کې ده، چې پرانيستل به يې د بلخ پوهنتون استادانو او په ځانګړي ډول د ژورنالېزم پوهنځي محصلانو ته ډېره ګټوره تمامه شي.

 

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.