د تقرر او انفکاک کمېټې مياشتنۍ نوبتي ناسته!

ba_admin
Mon, Jan 20 2025 9:12 AM
خبر

د مرغومې په نهه ویشتمه  د بلخ پوهنتون علمي چارو معاونيت اړوند د غونډو په عمومي تالار کې، د تقرر او انفکاک کمېټې خپله مياشتنۍ نوبتي ناسته ترسره کړه، د نوموړې ناستې پيل د معمول په شان د قران عظيم الشان په مبارکو ایتونو سره وشو.

 

په دغه مياشتنۍ نوبتي ناسته کې پينځه د تقرر، څلور د انفکاک او ۳۸ نورې د بلخ په ګډون د جوزجان، سمنګان، بدخشان، او فارياب ولايتونو پوهنتونونو په ۳۲ بېلابېلو څانګو کې د نويو مقرر کادري استادانو د کنفرانسونو اخستلو په موخه د ژوري هيأتان  وټاکل شو ترڅو په راتلونکو ورځو کې د یادو استادانو علمي کنفرانسونه  وارزوي .او تر بريا وروسته يې اړوند ډيپارتمنت ته  ور وپېژني.

 

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.