دپوهنتونولابراتوارونوفعالولولپاره د۲۷۰میلیونوافغانیوپه ارښت لابراتواري وسایل وپېرل شول

ba_admin
Mon, Jan 20 2025 9:29 AM
خبر

لوړو زده کړو وزارت د یو بې ساري ګام په ترڅ کې د ټولو اړونده امارتي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو د ښوونې او روزنې او ساینس پوهنځيو لپاره په عصري وسایلو سنبال مجهز لابراتوارونه فعال او د (۲٧٠) میلیونه افغانیو په لګښت یې ورته لابراتواري وسایل وپېرل.

 

په دغه لابراتواري وسایلو کې لوی او کوچني ماشینونه او د تجربو لپاره کیمیاوي مواد شامل دي، چې ډېر ژر به تحصیلي نهادونو ته د استفادې په پار ولیږل شي او  په هر امارتي پوهنتون کې به د محصلینو د عملي زده کړو لپاره مجهز لابراتوارونه فعال شي.