په بلخ پوهنتون کې د تقرر او انفکاک غونډه وشوه!

ba_admin
Thu, Feb 13 2025 10:57 AM
خبر

دچهارشنبه په ورځ د روان ۱۴۰۳لمريز کال د سلواغې مياشتې په ۲۴مه د بلخ پوهنتون علمي چارو معاونيت د غونډو په عمومي تالار کې د تقرر او انفکاک مياشتنۍ نوبتي ناسته وشوه، د نوموړې ناستې پيل د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره وشو.

دغه ناسته چې د ياد پوهنتون د استادانو چارو آمر پوهنمل اسدالله «ناصري» یې رهبري کوله، د دغې ناستې د غړو سربېره د ياد پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهنمل حيات الله «حقجو» هم شتون درلود. 

د تقرر او انفکاک په دغه غونډه کې د شمال زون د څو بېلابېلو پوهنتونو اړوند درې د تقرر ، يوه د انفکاک او دوه د کنفرانسونو د اخيستو په موخه د هئيات ټاکلو دوسيې وڅېړل شوې.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.