دبلخ پوهنتون نوي علمي مرستيال په څو کاري ورځو کې له درې معاونیتونو ١٦ پوهنځيو کادري روغتون او د محصلينو د ليليې څخه ليدنه وکړه.

ba_admin
Mon, May 19 2025 9:15 AM
خبر

وروسته له دې چې مفتي سید جمال آغا رسما د بلخ پوهنتون علمي مرستيال په توگه وګمارل شو نوموړي خپل فعالیتونه په ښه شان سره پيل کړل .هغه په څو کاري ورځو کې د اداري کارونو سربېره د ياد پوهنتون درې  معاونیتونو،  ١٦ پوهنځيو، ریاستونو، دیپارتمنتونو، کادري روغتون او دمحصلينو ليليې څخه ليدنه وکړه د هغوی ستونزې وړاندیزونه یې له ځان سره یاداښت کړل او په راتلونکې کې یې د حل په اړه  د هر راز مرستې ژمنه وکړه.

بلخ پوهنتون د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت.