د بلخ پوهنتون پېژندنه

بلخ پوهنتون د يو ستر ښوونيز او اکاډميک نهاد په توګه، په ۱۳۶۶ ل. ل. کال د کب په ۳۰مه، په مزارشريف کې جوړ او پرانيستل شو؛ خو د څلورو پوهنځيو- انجينري، تاريخ- ادبيات، اقتصاد او کرنې- په درلودلو يې په ۱۳۶۷ل.ل. رسما پر فعاليت پيل وکړ، چې په همدې وخت، د نورو پوهنځيو د فعاليت تر څنګ، طب پوهنځی هم، د ۵۶ تنو محصلينو په ظرفيت د عامې روغتيا د وزارت تر پوښښ لاندې پر کار شروع وکړه. وروسته، د اړتيا او د محيط د غوښتنې له مخې، په ۱۳۷۱ ل.ل. کال د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی او په ۱۳۷۲ ل.ل. د شرعياتو پوهنځی هم په کار پيل وکړ. همدا ډول، ښوونه او روزنه، چې د رودکي پيداګوژۍ انسټيټوټ په نامه، په بلخ کې د ښوونکو د روزنې تر ټولو پخوانۍ موسسه ده، په ۱۳۸۲ل.ل. د بلخ پوهنتون په چوکاټ کې راغی.

بلخ پوهنتون په ۱۳۶۷ ل.ل. د څلورو- انجنيري، اقتصاد، ادبيات او کرنې- پوهنځيو په لرلو جوړ شو، چې اوس ۱۶ ورځني پوهنځي (انجنيري، معدن او محیط زیست ، ساینس ،  د تولنیزو علوم ، اقتصاد، زراعت، شرعيات، ادبيات، کمپيوټر ساينس، ژورناليزم، حقوق، اداره عامه، طب، ښوونه او روزنه، ، وترنرې او فارمسي چې په ۱۳۹۱ کې جوړ شوی) او ۶ شپني پوهنځي (اقتصاد، ادبيات، حقوق، ښوونه او روزنه ، شرعیات ) لري.

دغه پوهنتون ۲۲۰۰۰ محصلين، ۴۱۸ استادان، ۱۴۶ مامورين او ۱۴۱ کارکوونکي لري.

په دې وروستيو کې د کمپيوټر ساينس پوهنځی د لوړو زده کړو محترم وزارت د منظورۍ په اساس، د ۱۳۹۰ ل.ل. په تشکيل کې ددغه پوهنتون پر پوهنځيو ورزيات شو او په نږدې راتلونکي کې به د اداره عامه پوهنځی هم اضافه شي.

نن، د پوهنتون د مشرتابه په هڅو او، همدارنګه، د لوړو زده کړو د وزارت د درانه مقام په پام، دغه ستر علمي مرکز د هېواد په لومړۍ درجه پوهنتونو کې راځي، چې د ۶۰۰۰۰ ټوکه کتابونو په ظرفيت کتابتون (۲۰ زره عنوانه)، د کمپيوټر د زده کړې شپږ مرکزونه او د انګليسي ژبې د پياوړتيا مرکز په کې موجود دي او همدارنګه د انټرنټ په ليکه هم نښلول شوی دی. تر اوسه، د کمپيوټر مرکز يې، تر لس دورو ډېر محصلين، استادان او مامورين فارغه کړي دي. 

د بلخ پوهنتون د علمي مجلې چاپ او نشر، چې د «مجله علمي بلخ» او «معرفت» تر نامه لاندې دي، دوام لري. په دواړو کې، د پوهنتون د استادانو علمي او څيړنيزې ليکنې او اثار خپرېږي. همدارنګه، د «چشم انداز» مياشتنۍ خپرونه (د بلخ پوهنتون خبري، تحليلي او فرهنګي خپرونه) او د «ژورناليست بلخ» مياشتنۍ خپرونه (د ژورناليزم پوهنځي خپرونه) هم د يادولو وړ دي.

په دې وروستيو کې، د نړيوال بانک د مرستې او د بلخ پوهنتون د مشرتابه د توجه له مخې، د افسيت مجهزه مطبعه له خپلو اړتيا وړ وسايلو (د نوې مطبعې په اتاق کې) مونتاژ او نصب شوې ده.

همدارنګه، د محصلينو لپاره د لا ښه شرايطو د رامنځته کولو په موخه، ورزشي کلوپونه فعال او ورزشي ټيمونه ايجاد شوي دي، چې د واليبال، فوتبال او رزمي ټيمونه نومونه يادولی شو.

په دې علمي نهاد کې، تکړه (ممتاز) محصلين هڅول کېږي، د ټولګي په کچه اونيز او د اړوند پوهنځيو په کچه د استادانو کنفرانسونه جوړېږي. درسونه او د استادانو علمي او اکاډميکې هڅې د علمي او معاونيتونو له خوا په منظم ډول څارنه او د نيمګړتياوو د له منځه وړلو لپاره لارښوونې ترسره کېږي.

د استادانو د پوهې د زياتولو په موخه، علمي مېتوديکي سيمينارونه جوړ شوي او، همدارنګه، ورځنۍ دفتري چارې په خپل عادي حالت کې پر مخ روانې دي.

د بلخ پوهنتون، [د ۱۳۸۱ غويي تر يولسمې تر اوسه] د جنوبي کوريا له علمي موسساتو، د المان بوخم پوهنتون، د برلين تخنيکي پوهنتون، د ټايلنډ د تکنالوژۍ اسيايي انسټيټوټ، په امريکا کې د کنزاس پوهنتون، په ترکيه کې سلجوق، په پاکستان کې د امريکا د «الوناز» پوهنتون له نمايندګيو او همدارنګه تاجکستان سره وصل دی او له دوی سره نږدې علمي اړيکي لري. هر کال، يو شمېر استادان او محصلين ددغو پوهنتونونو له علمي پروګرامونو ګټه پورته کوي.

د يادولو ده، چې د لرو سيمو او ولايتونو د محصلينو د اعاشې او استوګنې لپاره د ليليې سيستم (د هلکانو او نجونو د شپې استوګنځی) جوړ او په ليليه کې شاملو محصلينو ته د نسبتا ارامې زندګۍ زمينه برابره شوې ده.

د بلخ پوهنتون مشرتابه، د نوي پوهنتون اوسنی وضعيت د يو اکاډميک مرکز لپاره کافي نه بولي او هيله  لري، چې د پوهنتون ترقي او پرمختګ د نړيوال ستندردونو مطابق وي.

هغه محترم شخصيتونه چې د پوهنتون له تاسيس تر دې مهاله د رييس په توګه دنده ترسره کړې ده:

  1. پوهنيار غبدالغني عادل، د مزارشريف د نفت او ګاز تخنيکم پخوانی عمومی رييس او په مزارشريف کې د کابل د پولي تخنيک فليال انسټيټوټ سرپرست له کب ۱۳۶۶ تر غبرګولی ۱۳۷۱.
  2. پوهنوال شيراقا «جرئت»- د غبرګولي ۱۳، ۱۳۶۷ تر غبرګولی ۶، ۱۳۷۱.
  3. پوهنيار غلام حضرت «جاهد» له غبرګولي ۱۳۷۱ تر تلې ۱۳۷۳.
  4. پوهندوی دوکتور عزت الله «عامد» د څلورو کلونو لپاره.
  5. پوهنيار هدايت الله «هدايت» د يوې مياشتې لپاره.

د زمريي په ۱۷مه، ۱۳۷۷ ل.ل. چې مزارشريف د طالبانو لاس ته ورغی؛ نو (د زمري ۱۳۷۷ تر لړم ۱۳۸۹ ل.ل. پورې) د بلخ پوهنتون رياست د لاندې کسانو له خوا ترسره کېده:

  1. اجمل يوسفزی
  2. مولوي محمد صديق صادقيار
  3. مولوي عبدالواحد لياقت

د طالبانو له ماتې او نورو بدلونونو وروسته:

۱. محترم پوهنمل سيد محمد عالم لبيب

محترم پوهنمل سيد محمد عالم لبيب د ادبيات پوهنځي استاد، د لړم له ۲۱، ۱۳۸۰ د غويي تر ۱۷، ۱۳۸۱ ل.ل. پورې ددغې دندنې د پر مخ وړلو اعتبار درلود. 

۲. محترم پوهندوی ديپلوم انجنير حبيب الله «حبيب» په ۱۷، ۱۳۸۱ د منتخب رييس په توګه دغه دنده اشغال کړه.

۳. محترم الحاج پوهندوی مکمل «الکوزی»

د افغانستان د ولسمشرۍ مقام او لوړو زده کړو وزارت د ۱۳۹۰/۱۰/۲۴ نېټې، ۶۹۱۹ شمېرې حکم پر بنسټ محترم الحاج پوهندوی مکمل «الکوزی» د سلواغې په لومړۍ ۱۳۹۰ ل.ل. د بلخ پوهنتون د رييس په توګه وټاکل شو.

په لنډو ټکو کې، نن په بلخ پوهنتون کې ۳ تنه پوهاند، ۱۵ تنه پوهنوال، ۲۴ تنه پوهندوی، ۵۴ تنه پوهنمل، ۹۶ تنه پوهنيار، ۶۴ تنه پوهيالی او ۵ تنه نامزد پوهيالی پر خپلو سپېڅلو علمي- اکاډميکو دندو بوخت دي.