د بلخ پوهنتون د وترنري علومو پوهنځی:

د وترنرۍ علومو د لسانس دورې د ایجاد موخه، د متخصیصینو روزل دي چې وکولی شي د لسانس په توګه په مختلفو برخو کې لکه، حیواني اناتومي، د حیواناتو فیزیولوژي، مایکرو بیولوژي، حیواني پتالوژي، ایمولوژي، حیاتي فارماکولوژي، د حیواناتو د ښه وده اصول، د الوتونکو اختصاصي رشد یا پرازیتولوژي، باکتریولوژي، د غذایي موادو ټکنالوژي، د حیواناتو د نسل اصلاح، مصنوعي القاح، جنټیک، جراحي اصول، د حیواناتو باطني مرضونه، طیور، د شاتو د مچیو ښه پالنه، د حیواناتو بې هوښه کیدل، مایکولوژي، د کبانو مرضونه، په جراهي مرکزونو کې علمي کارونه او همدارنګه په یو منظم پلان سره، په تحقیقاتي برخو کې په حیث د وترنر ډاکټران دولتي او خصوصي فارمونو کې کار وکړي.

چې دغه پوهنځی درې دپارتمنته لري، د کلینیک دپارتمنت، د باواکلینیک دیپارتمنت، او د پري کلینیک ده چې په کولي ډول تدریسیږي؛ د دغو دپارټمنټونو د محصلینو شمیر ( ۲۲۴) نارینه  ( ۹۶) ښځینه محصلانې دي چې جمله یې ( ۳۲۰) تنو ته رسیږي، چې، ریس، معاون، عمومي تدریسي مدیر(۹) تنه نارینه استادان او ( ۱) ښځینه استاده ددغو ټولې چارې پر مخ وړي.

په دغه پوهنځي کې د ټکنالوژۍ برخې وسایل دا دي:

۱ـ پرنټر ( ۲ )  دانې

۲ـ کمپیوټر ( ۲ ) دانې

۳ـ پروژکټور ( ۳ ) دانې

۴ـ وایرلیس روتر ( ۱ ) دانه شتون لري