پنځه ورځنی ورکشاپ د سولې په زده کړه کې د څېړنې او لیکوالۍ علمي روشونه

ba_admin
جمعه ۱۳۹۹/۱۱/۱۰ - ۲۱:۱۹
ورکشاپ آموزشی "روش های علمی تحقیق و نگارش پیشنهاد تحقیق در آموزش صلح"

د بلخ پوهنتون سولې مرکز لخوا د بېلابېلو پوهنځيو شپاړلس تنو استادانو لپاره د (د سولې په زده کړه کې د څېړنې او لیکوالۍ علمي روشونه) په نوم پنځه ورځنی ورکشاپ د مرغومې له ۵ څخه تر ۹ پورې د علمي چارو معاونیت د غون‌‌‌‌‌‌ډو په تالار کې ترسره شو.
په دې ورکشاپ کې بېلابېلې موضوګانې لکه څېړنه، د څېړنې ‌‌‌‌‌‌ډولونه، د څېړنې لارې _ چارې، د څېړنې وړاندیزول، د څېړنې پړاوونه، د یوې ښې فرضیې ځانګړنې، د معلوماتو د راټولولو او تجزیې توکو روشونه په بېلابېلو بېلګو کې د ‌‌‌‌‌‌سولې مرکز د څېړنې برخې ټرېنر ډاکتر سید اسماعیل عمران لخوا ګ‌‌‌‌‌‌ډونوالو ته وړاندې شوې.
د دغه ورکشاپ په اوږدو کې ګ‌‌‌‌‌‌ډونوالو د سولې او شخړو د حل په برخه کې د څېړنې څو وړاندیزونه د ګروپي کار په ‌‌‌‌‌‌ډول پر مخ یوړل.
ورکشاپ ګ‌‌‌‌‌‌ډونوالو ته د تصدیق پاڼو په ورکولو سره پای ته ورسېد.

 

 

 

 

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۰:۲۸
Background image

د حفظ او مراقبت مدیر د پېژندګلوۍ غونډه

يکشنبه ورځ د وږي د مياشتې په 25مه د بلخ پوهنتون د مالي او اداري معاونیت پورې اړوند د تدارکات آمريت د حفظ او مراقبت نوي مدير د معرفۍ په جلسه کې د ياد پوهنتون خدماتي کارونکو ته په خطاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۰:۲۱
Background image

درهبري شورا مياشتنۍ ناسته.

 يکشنبه ورځ د بلخ پوهنتون رهبرۍ خپله مياشتنۍ نوبتي ناسته وکړه، په دغه ناسته کې د بلخ پوهنتون رئيس شيخ الحديث محمد سعيد هاشمي، د ياد پوهنتون مالي او اداري، علمي، محصلانو او د څېړنې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۹:۱۴
Background image

د اداري چارو مرستیال په مشرۍ اداري ناسته.

شنبه ورځ د وږي د مياشتې په 24 مه د بلخ پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال د خپل پرسونل سره اداري مياشتنۍ نوبتي ناسته وکړه، ياده ناسته د بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمر سميع. . .

BACK TO NEWS