د پوهنځي د ریس پیژندنه:
پوهنوال محمد آرین د محی الدین زوی په کال ۱۳۴۱ ه ش د مزار هجده چمن په پنځمه ناحیه کې دې نړۍ ته سترګې پرانستي.
ابتدایه زده کړې یې د بلخ پوهنتون تعلیم او تربیه پوهنځي کې په کال ۱۳۸۹ـ۱۳۷۰ پایته رسولي، له ۱۳۷۱ کال څخه را په دیخوا د بلخ پوهنتون تعلیم او تربیه استاد او له ۱۳۸۹ـ ۱۳۹۲ نه د جغرافیه دپارتمت استادي او امریت دندي تر سره کړي.
په کال ۱۳۹۳ ه ش د علومي اجتماعي پوهنځي جوړیدو ورسته یې د بلخ پوهنتون ریاست مقام په غوښتنه خپله منظوري د جمهوري ریاست له مقام څخه راوړه او د علوم اجتماعي ریس وټاکل شو.
( د پوهنځي له لیده تصویر)
د بلخ پوهنتون د علومي اجتماعي پوهنځي د فعالیت تاریخچه:
تاریخ دپارټمنټ په کال ۱۳۷۲ ه ش د علوم بشري او ادبیاتو پوهنځی په تشکیل کې خپل فعالیت ته دوام ورکړ تر څو چې په ۱۳۹۳ کې څلور دپارتمنتونو له جملې لکه:
ارواپوهنه، لرغون پیژندنه، ښکلي هنرونه او ټولنپوهنې بغیر له عمومي تاریخ د اجتماعی له علومو د بلخ پوهنتون په چوکاټ کې خپل فعالیت ته ادامه ورکړه.
دامګړۍ څلور دیپارټمنټه لکه اروا پوهنه، لرغون پیژندنه، ښایسته هنرونه او ټولنپوهنې د پوهنتون له لوري محصل جذبوي او فعال دي؛ چې دغه پوهنځي د شپې په برخه کې هم یو د تاریخ دیپارټمنټ لري.
په دغه پوهنځي کې اوس جمله ( ۵۲۷) محصلان زدکړې کوي چې د ورځې شمیر یې ( ۲۶۳ ) تنه نارینه او ( ۲۶۰ ) ښځینه دي همدارنګه د شپې په برخه کې جمله ( ۱۵۲ ) محصلان دي چې ( ۱۳۰ ) محصلان نارینه او ( ۲۲ ) ښځینه محصلې په کې زدکړې کوي.
ددغه پوهنځي علمي کدرونه ۲۰ تنو ته رسیږي چې ۱۴ نارینه او ۶ ښځينه استادانې دي.
د استادانو او محصلینو د علمي کنفرانسونو راپور:
د پوهنتون د رهبري شورا په اساس د لړم د میاشتې لمړۍ اونې د استادانو او محصلینو علمي کنفرانسونو ته ټاکل شوې وه، چې د همدې اونۍ اخیرو دریوو ورځو کې تر سره شول، چې د استادانو او مصلینو په ګډون پیل شول.
په دویمه ورځ هم هر پوهنځي خپل کنفراس ته ادامه ورکړه، د ټولنیزو علومو استادانو کوم تعمیر چې د نوي پوهنتون په ساحه کې دی چې هغه هم د همدې پوهنځی په مربوط کې دی دوه ورزې سر په سر، کوم علمي مودا چې استادانو او محصلینو تیار کړي وو ولوستل. چې د اولې ورځ محفل یې په لاندې اچنډا پیل کړ.
۱ـ پيل د ښکلي هنرونو استاد عبدالحق نوري د قرانکریم په څو ایاتونو وشو.
۲ـ بیا ملي سرور د محفل تخنیکي برخې تر سره کړ.
۳ـ ددغه ډول کنفرانسونو د ګټو لپاره د پوهنځي ریس خبرې وکړې.
( د محفل په جریان کې تصویر اخستل )
۴: د پوهنځي د معاوین مقاله چې د ( آپارتاید ) په نامه وه ولوستل شوه.
۵: د پوهنمل نصیر احمد مقاله چې د ( فرهنګ دیرینم کجاست ) ولوستل شوه.
۶: د څلورم صنف محصل سید غضنفر مقاله چې د ( سرخپوستان امریکایي ) تر عنوان لاندې وه ولوستل شوه.
۷: د تاریخ دپارتمنت پوهنځي محصل ویدا ضیا مقاله چې د ( تلقین ) تر عنوان لاندې وه ولوستل شوه.
( تصویر اخستل د محفل په چریان کې )
په دویمه ورځ هم لکه د اولې ورځې د اجنډا په څیر غونډه پیل شوه:
۱ـ د عمومي تاریخ دریم صنف محصل چې د ( تعین تاریخ از نظر فلیسوفان ) تر عنوان لاندې مقاله لیکلې وه ولوستل شوه.
۲ـ د تاریخ دویم صنف محصله فرشتې چې د ( برده داري در تاریخ اسلام ) تر عنوان لاندې مقاله وه ولوستله.
۳ـ د اروا پوهنې محصل عبدالقدیر چې د ( اضطراب در امتحان ) تر عنوان لاندې مقاله لکیلې وه ولوستله.
۴ـ د عمومي تاریخ محصلې فرزانې مقاله چې د ( معرفي ولایت بامیان ) تر عنوان لاندې وه ولوستله.
۵ـ د لروغون پیژندنې محصل سیاوش چې د ( ګنجینه باختر ) تر عنوان لاندې مقاله وه ولوستل شوه.
۶ـ د تاریخ دویم صنف محصلې صفورا مقاله چې د ( نبرد استالین ګراد ) تر عنوان لاندې وه ولوستل شوه