بلخ پوهنتون د نشراتي کمېټې میاشتنۍ غونډه تر سره شوه.

ba_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۹
خبر

يکشنبې د ۱۴۰۳ د حوت ۲۶ مه چې د ۱۴۴۶ د روژې مبارکې مياشتې له ۱۶ مې سره برابره ده د بلخ پوهنتون د نشراتي کمیټې غونډه ترسره شوه او د غونډې په ترڅ کې د نوموړې کميټې د غړو  هڅې او کړنې وستايل شوې.

په دې غونډه کې د استادانو له لوري د ترجمې او تألیف اته کيسونه بررسى او وارزول شول.

د څېړنې او علمي مجلې معاون د کمیټې د غړو د نه ستړې کېدونکو هڅو او همکاریو ستاینه او مننه وکړه. همدارنګه د بلخ پوهنتون ریاست لخوا هم د دې کميټې د غړو فعالیتونه وستایل شول او د بلخ پوهنتون د رئيس شيخ القران و الحديث محمد سيد هاشمي په نماينده ګۍ د څېړنو او علمي مجلې معاون دکتور حمیدالله عمرخېل د نشراتي کمیټې غړو ته ستاینلیکونه ورکړل. دغه ستاینلیکونه  هغوی ته د علمي فعاليتونو او همکاريو او په ټوله کې د پوهنتون د علمي او اکاډميک  بهیر په پیاوړتیا کې د هغوی د ارزښتناکو خدمتونو د تقدیر لپاره ورکړل شول.

غونډه په دعائیې سره پاى ته ورسيده.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۱۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د انلاین کورسونو د ثبت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «انلاین کورسونو د ثبت» په اړه دوه ورځنی ورکشاپ د پوهنوال او پوهاند لوړرتبه استادانو او د زده‌کړه‌ییزو الکترونیکي کمېټو مسؤلینو لپاره ترسره شو.

 

دغه ورکشاپ د بلخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته پروپوزل لیکنې علمي ورکشاپ ترسره شو!

د بلخ پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د څېړنې کمېټې له لوري، د فرهنګي او ورزشي کمېټې په همکارۍ، د دغه پوهنځي ۱۱ بېلابېلو څانګو څلورم ټولګي محصلانو لپاره د «پروپوزل لیکنې» تر سرلیک لاندې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۵۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د علمي شورا میاشتنۍ نوبتي ناسته ترسره شوه!

د بلخ پوهنتون علمي شورا میاشتنۍ نوبتي ناسته د پوهنتون رئیس په مشرۍ، د معاونينو او د شورا غړو په ګډون سره ترسره شوه.

د ناستې په پرانیستونکې وینا کې د بلخ پوهنتون رئیس شیخ القرآن والحدیث. . .

BACK TO NEWS