بلخ پوهنتون سره، د روشن مخابراتي شرکت له لوري د بېلابېل ډول نيالګيو مرسته وشوه!

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۱۰:۶
خبر

سه شنبه د شعبان ١٢ مه چې د سلواغې مياشتې ۲۳مې سره سمون خوري بلخ پوهنتون سره د روشن مخابراتي شرکت له اړخه د بېلابېل ډول نيالګيو مرسته وشوه، په دغه مناسبت بلخ پوهنتون د ادارې او عامه پاليسۍ پوهنځي د غونډو په عمومي تالار کې مراسم په پام کې نيول شوي و، چې پيل د قران کريم په مبارک کلام سره وشو.

د بلخ پوهنتون رئيس شيخ القران والحدیث محمد سيد «هاشمي» د دغه شرکت له اړخه د بلخ پوهنتون سره د  ښکلا په برخه کې د شوې مرستې هر کلی او مننه وکړه، نوموړي د قران عظيم الشان په رڼا کې د ياد شرکت مرسته تل پاتې صدقه وبلله او په خطاب کې يې وويل د وطن رښتيني اولادونه همدغه ډول وي، چې د وطن په ښکلا کې ونډه واخلي.

د غونډې په دوام کې، د روشن مخابراتي شرکت د شمال زون مسوول د ياد مخابراتي شرکت پېژندنه وکړه او د نوموړي شرکت په پراخ فعاليتونو يې رڼا واچوله، چې په وينا يې ذکر شوي شرکت په ۲۰٠٣ م کال په افغانستان کې په کار پيل وکړ، چې تر دې دمه يې دميليونونو ډالر پانګونه کړې ده.

ورپسې د اطاق تجارت رئيس اسدالله اسدی د دريځ له سره وويل: چې بلخ پوهنتون يو اکاډميک ځای دی او چاپېريال يې سمسورتيا ته اړتيا لري، هغه زياته کړه چې په لنډ وختونو کې به د نورو تجارانو پام هم د بلخ پوهنتون زرغونولو ته راواړوم.

یاد مراسم د نوموړي پوهنتون د علمي چارو مرستيال مولوي پوهنمل حيات الله «حقجو» په دعا سره پای ته ورسېدل.

.بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۱۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د انلاین کورسونو د ثبت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «انلاین کورسونو د ثبت» په اړه دوه ورځنی ورکشاپ د پوهنوال او پوهاند لوړرتبه استادانو او د زده‌کړه‌ییزو الکترونیکي کمېټو مسؤلینو لپاره ترسره شو.

 

دغه ورکشاپ د بلخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته پروپوزل لیکنې علمي ورکشاپ ترسره شو!

د بلخ پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د څېړنې کمېټې له لوري، د فرهنګي او ورزشي کمېټې په همکارۍ، د دغه پوهنځي ۱۱ بېلابېلو څانګو څلورم ټولګي محصلانو لپاره د «پروپوزل لیکنې» تر سرلیک لاندې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۵۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د علمي شورا میاشتنۍ نوبتي ناسته ترسره شوه!

د بلخ پوهنتون علمي شورا میاشتنۍ نوبتي ناسته د پوهنتون رئیس په مشرۍ، د معاونينو او د شورا غړو په ګډون سره ترسره شوه.

د ناستې په پرانیستونکې وینا کې د بلخ پوهنتون رئیس شیخ القرآن والحدیث. . .

BACK TO NEWS