د دعوت او ارشاد له لوري استادانو ته درې ورځنی دیني او علمي سيمينار

ba_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۴:۱۸
خبر

په بلخ پوهنتون کې استادانو ته د دعوت ارشاد له لوري درې وځنی سمينار پيل شو!

نن سه شنبه د روان 1403لمريز کال د زمري په 30مه، په بلخ پوهنتون کې د دعوت ارشاد امريت له لوري، د بلخ پوهنتون ټول استادانو ته، په نبوي طریقه د ظاهري صورت او سيرت جوړولو په موخه، د لويوو علماؤ په بيان سره، درې ورځنی سمينار پيل شو، په دغه سمينار کې به درنو استادانو ته په نبوي طریقه د آيتونو او د نبوي احاديثو په رڼا کې بیانونه وشي.

د يادې ده، چې نوموړی سمينار نن د زمري په 30مه پيل او د وږې په لومړۍ نېټه به پای ومومي، بايد وويل شي د ياد سمينار وخت د سهار له اتو بجو شروع او د غرمې پر دوولسو بجو پای ته رسیږی.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت

 

photo

 

photo

 

photo

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۴:۲۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د نشه‌يي توکو، سګرټو او پان د استعمال رواني لاملونو او زیانونو په اړه یو ورځنی علمي سیمینار ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «محصلانو ترمنځ د نشه‌يي توکو، سګرټو او پان د استعمال رواني لاملونه او زیانونه» تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سیمینار ترسره شو.

دغه سیمینار د بلخ پوهنتون ټولنیزو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د لاتک (LaTeX) پنځه ورځنی سمینار پیل شو!

د بلخ پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت له لوري د لاتک (LaTeX) په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ د بلخ پوهنتون استادانو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د علمي لیکنو او څېړنیزو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو د خالي کادري بستونو لپاره د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه!

د بلخ پوهنتون په علمي چارو معاونیت کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو خالي کادري بستونو د ګومارنې په موخه د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه.

په دې ازموینه کې د بلخ پوهنتون ژبو او. . .

BACK TO NEWS