په بلخ پوهنتون کې د مالي او اداري چارو مرستيال د خپل معاونيت اړوند آمرينو سره مياشتنۍ نوبتي ناسته وکړه.
نن پنجشنبه د ۱۴۴۷ھ ق رجب المرجب مياشتې په اتلسمه په بلخ پوهنتون کې د مالي او اداري چارو مرستيال په مشرۍ د اړوندو آمرينو سره اداري مياشتنۍ نوبتي ناسته د قرآن کریم په مبارکو آياتونو سره پيل شوه.
د ناستې په پيل کې د مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي بخت محمد «مومن يار» ګډونوالو ته د هرکلی سره لارښوونيزو خبرو په ترڅ کې د هغوی خدمتونه او هڅې وستايلې او دغه خدمت يې د ټولو ټولنيز مسؤلیت وباله او په راتلونکې کې يې ترې هم د ورته کړنو غوښتنه وکړه.
دغه راز ښاغلي «مومن يار» د ناستې ګډونوال ملي ګټو ژمنتيا ته راوبلل او له هغوی څخه يې وغوښتل چې په راتلونکې کې د چارو لا ښه والي ته پوره ځير شي؛ ترڅو الله تعالی او ملت ته په پوره معنی ځواب ويونکي واوسي.
ورپسې د دغه معاونيت اړوند هر آمر خپل آمريت د کړنو راپور، ستونزې او اړتياوې له ښاغلي مرستيال سره شريکې کړې؛ تر څو د حل لپاره يې اړينې کړنې ترسره شي.
بلخ پوهنتون داړيکو او عامه پوهاوي آمريت.
