د څیړني، تالیف او ژباړې کمېټې غونډه

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۹:۵۹
خبر

سه شنبې ورځ چې د ۲۱ / ۱۰ /۱۴۴۵ سپوږمیز او د ۱۱/ ۲/ ۱۴۰۳ لمریز نیټې سره سمون لري، د څیړني، تالیف او ژباړې کمېټې غونډه د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستیال تر څارنې لاندې د دغه پوهنتون په مرکزي تعمیر( د ژبو او ادبیاتو پوهنځي تالار) کې تر سره شوه.

 د غونډې کار لمړی، د قرآنکریم  د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، وروسته د بلخ پوهنتون د څیړنو او علمی مجلی مرستیال ښاغلی پوهاند ډاکتر محمدطاهرطاهر په  خپله رهنمودی وینا کې د غونډې د غړو دندې او مکلفیتونه  بیان کړل   او د پوهنڅیو د څیړنو له مسوولینو څخه يې وغوښتل چی د علمي څیړنو په برخه کې د پوهنتون علمې کادر غړي و هڅوي. همدا راز ، ښاغلي ډاکتر طاهر وویل چی د څېړنیزو چارو د ښه والي لپاره باید د پوهنځیو د فرعي کميټې په کچه  اصلاحي کار وشي.

ورپسې د اجنډا له مخي د استادانو ترفیعي موضوعات د غونډې د غړو له خوا و څېړل شول. دغه راز، د چارو د ښه والي په موخه د غوندی غړو خپل نظرونه بیان کړل.

په اخر کې د غونډې کار په خیریه دعا پای ته ورسیده.

 

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

photo

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۱۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د انلاین کورسونو د ثبت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «انلاین کورسونو د ثبت» په اړه دوه ورځنی ورکشاپ د پوهنوال او پوهاند لوړرتبه استادانو او د زده‌کړه‌ییزو الکترونیکي کمېټو مسؤلینو لپاره ترسره شو.

 

دغه ورکشاپ د بلخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته پروپوزل لیکنې علمي ورکشاپ ترسره شو!

د بلخ پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د څېړنې کمېټې له لوري، د فرهنګي او ورزشي کمېټې په همکارۍ، د دغه پوهنځي ۱۱ بېلابېلو څانګو څلورم ټولګي محصلانو لپاره د «پروپوزل لیکنې» تر سرلیک لاندې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۵۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د علمي شورا میاشتنۍ نوبتي ناسته ترسره شوه!

د بلخ پوهنتون علمي شورا میاشتنۍ نوبتي ناسته د پوهنتون رئیس په مشرۍ، د معاونينو او د شورا غړو په ګډون سره ترسره شوه.

د ناستې په پرانیستونکې وینا کې د بلخ پوهنتون رئیس شیخ القرآن والحدیث. . .

BACK TO NEWS