دیکشنبه په ورځ د بلخ پوهنتون د حقوقو پوهنځی د خپلو محصلانو له لوري د يوې تمثيلي محکمې شاهد حال و.

ba_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۹ - ۱۱:۳۸
خبر

دیکشنبه په ورځ د بلخ پوهنتون د حقوقو پوهنځی د خپلو محصلانو له لوري د يوې تمثيلي محکمې شاهد حال و.

ديکشنبه د روان ۱۴۰۳لمريز کال د زمري د مياشتې په اوومه د بلخ پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي رئيس فيروز الدين فيروزد خپلو محصلانو د عملي کار او تجربې د حاصلولو لپاره په خپل پوهنځي کې تمثيلي محکمه دائر کړې وه، چې د دغه تمثيلي محکمې مرکزي کرکټرونه پخپله د همدغه پوهنځي محصلان و.

دکتور فيروز الدين فيروز په دغه مناسبت جوړې شوې غونډې ته وويل:«محصلان په ټولګيوو کې يوازې تيوريکي زده کړې کوې؛ نو دغه ډول تمثيلونه کولای شي چې د دوی تيوري زده کړې په عملي زده کړو بدلې کړي»

 

د بلخ پوهنتون رئيس مفتي محمد شريف عثماني ياد تمثيل او تمثيل کوونکي وستايل او د دغه ډول تمثيلونو د پراختیا په موخه د عملي کار د زمينې د برابرولو ژمنه وکړه.

 

د امير المومنين دفرامينو تعقیب سياليزې ازموينې جوايزو ويش او تمثيلي محکمې په مناسبت دغه جوړه شوې غونډه، دجوايزو، ستاينليکونو په ويش او د دعوت او ارشاد امريت د امر له لوري د خير په دعا سره پای ته ورسېده.

 

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي امريت.

photo

 

photo

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د لاتک (LaTeX) پنځه ورځنی سمینار پیل شو!

د بلخ پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت له لوري د لاتک (LaTeX) په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ د بلخ پوهنتون استادانو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د علمي لیکنو او څېړنیزو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو د خالي کادري بستونو لپاره د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه!

د بلخ پوهنتون په علمي چارو معاونیت کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو خالي کادري بستونو د ګومارنې په موخه د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه.

په دې ازموینه کې د بلخ پوهنتون ژبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۱۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د انلاین کورسونو د ثبت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «انلاین کورسونو د ثبت» په اړه دوه ورځنی ورکشاپ د پوهنوال او پوهاند لوړرتبه استادانو او د زده‌کړه‌ییزو الکترونیکي کمېټو مسؤلینو لپاره ترسره شو.

 

دغه ورکشاپ د بلخ. . .

BACK TO NEWS