په بلخ پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د استادانو او اداري کارمندانو لپاره جوړ شوی درې ورځینی سمینار پای ته ورسید!

ba_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۹:۱۹
خبر

په بلخ پوهنتون کې نن د کب په شپږمه د نوموړي درې ورځیني سمینار وروستۍ ورځ وه، چې د بلخ ولایت آمر بالمعروف و نهي عن المنکر رئیس شیخ الحدیث نور محمد حقاني د اسلامي نظام په ارزښت او امام ابوحنیفه رحمة الله علیه په مناقبو بحث وکړ.
بلخوا د دې ترڅنګ د وروستۍ ورځې د سمینار په دویمه برخه کې د بلخ پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي رئیس مفتي شفیق الله مظهري د نیت او اخلاص او د مسلمان نېک اخلاق او تقوا تر سرلیکونو لاندې د قران او حدیث په رڼا کې د سمینار ګډونوالو ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې په تقوا سره د انسان رزق پراخېږي، د اخرت درجې لوړېږي او الله تعالی ته پرې د انسان ګرانښت حاصلېږي.
باید وویل شي چې، دغه درې ورځینی سمینار د بلخ پوهنتون دعوت ارشاد آمریت له لوري د کب میاشتې په څلورمه نېټه د یاد پوهنتون په مسجد کې پیل شوی و، چې د بېلابیلو علماوو له لوري،  د تعصب زیانونه، د اسلامي امارت موقف او پالیسي، د کفر پېژندنه، ولا او برا، د امیر ګمارل، د امیر پر وړاندې د ملت مسوولیت ، د سنتو پیروي، په اسلام کې د ږیرې ارزښت او د ښځو حقوق، د جهاد فضلیت، د مسوولیت احساس، امانت داري او خیانت پرسرلیکونو بحث وشو او نوموړی سمینار نن دوشنبه د خیر په دعا سره پای ته ورسېد.
بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمریت.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۸:۵۹
Background image

په بلخ پوهنتون کې د علمي شورا میاشتنۍ نوبتي غونډه ترسره شوه! ياده غونډه د معمول په څېر د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره پيل شوه.

د ناستې په پرانيستې وينا کې د بلخ پوهنتون علمي چارو مرستیال الحاج پوهنمل محب الله «هدايت» د ګډونوالو هر کلی وکړ او د هر کلي ترڅنګ يې ګډونوالو ته په خطاب کې وويل چې هر پوهنځی بايد خپل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۸:۵۶
Background image

په بلخ پوهنتون کې د ۵۵۳ زره افغانيو په لګښت کانټين جوړ شو.

په بلخ پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت په مالي ملاتړ او د بلخ پوهنتون د رهبرۍ په هڅو، د ياد پوهنتون کانټين د ۵۵۳ زره افغانيو په لګښت په معياري ډول جوړ او د محصلانو او منسوبينو د استفادې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳۶
Background image

د یو علمي سفر په ترڅ کې د کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون زراعت پوهنځي ۲۳ تنو محصلانو د بلخ پوهنتون لابراتوارونو څخه لیدنه وکړه!


نن شنبه د روان ۱۴۰۵ تعلیمي کال غویي میاشتې په ۱۹ مه د یو علمي سفر په ترڅ کې د کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون زراعت پوهنځي۲۳ تنو محصلانو د بلخ پوهنتون لابراتوارنو څخه لیدنه وکړه.

د. . .

BACK TO NEWS