بلخ پوهنتون ته د لوړو زده کړو وزارت له لوري د اروزونې په موخه، استول شوي پلاوي ارزونه پای ته ورسېده!

ba_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۲:۴۲
خبر

يکشنبه د ۱۴۴۷ھ ق کال د ربیع الثانی مياشتې په ۲۵مه په بلخ پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د ارزونې پلاوي ارزونه پای ته ورسېده.

ښاغلي پلاوي په دغه مناسبت د بلخ پوهنتون شپاړس ګونو پوهنځيو رئيسانو سره د همدغه پوهنتون علمي چارو معاونيت اړوند د غونډو په عمومي تالار کې د پايلو د شريکولو په موخه ناسته وکړه، چې پيل يې د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره وشو.

 

د بلخ پوهنتون رئيس شيخ الحديث محمد سيد«هاشمي» په خپلو خبرو کې وويل، چې په علمي او اکاډميکو اداراتو کې ارزونه اصل دی؛ ځکه چې ارزونه مسوولين خپلو نيمګړتياوو ته متوجه کوي.

دغه راز ښاغلي رئیس د رهبرۍ خپلو مسوولانو ته سپارښتنه وکړه، چې د پلاوي له لوري ورته په ګوته شويو نيمګړتياوو باندې تر هر څه لومړی کار وکړي.

 

ورپسې د وزارت څخه راغلي پلاوي مشر قاري سيد الرحمن «منيب» د خپلو خبرو په پيل کې د بلخ پوهنتون له مسوولينو مننه وکړه، چې په دغه ارزونه کې يې ورسره هلې ځلې او ستړياوې وګاللې.

همداراز ښاغلي پلاوي د بلخ پوهنتون رئيس، مرستيالانو او د پوهنځيو رئيسانو په حضور کې د ارزونې پايلې شريکې کړې او مثبتو پايلو ترڅنګ يې د بلخ پوهنتون مسوولينو ته نيمګړتياوې هم په ګوته کړې.

 

د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي بخت محمد «مومن یار» د خپلې وينا پر مهال ښاغلي پلاوي ته د نيمګړتياوو د سمونې ډاډ ورکړ.

 

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د لاتک (LaTeX) پنځه ورځنی سمینار پیل شو!

د بلخ پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت له لوري د لاتک (LaTeX) په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ د بلخ پوهنتون استادانو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د علمي لیکنو او څېړنیزو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو د خالي کادري بستونو لپاره د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه!

د بلخ پوهنتون په علمي چارو معاونیت کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو خالي کادري بستونو د ګومارنې په موخه د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه.

په دې ازموینه کې د بلخ پوهنتون ژبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۱۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د انلاین کورسونو د ثبت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «انلاین کورسونو د ثبت» په اړه دوه ورځنی ورکشاپ د پوهنوال او پوهاند لوړرتبه استادانو او د زده‌کړه‌ییزو الکترونیکي کمېټو مسؤلینو لپاره ترسره شو.

 

دغه ورکشاپ د بلخ. . .

BACK TO NEWS