په بلخ پوهنتون کې د علمي شورا مياشتنۍ نوبتي ناسته ترسره شوه!

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۲:۸
خبر

ددوشنبه په ورځ د ۱۴۴۷ھ ق کال د جماد الاول مياشتې په ۵ مه، په بلخ پوهنتون کې د علمي شورا مياشتنۍ نوبتي ناسته ترسره شوه، د دغه ناستې پيل د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره وشو.

د ناستې په پرانيستيزه وينا کې د بلخ پوهنتون علمي چارو مرستيال الحاج حافظ پوهنمل مولوي محب الله «هدايت» د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او ښه راغلاست ترڅنګ يې مسوولان خپلو کارونو ته متوجه کړل.

 

د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي بخت محمد «مومن یار» د خپل معاونيت اړوند په فعاليتونو لنډه رڼا واچوله او زياته يې کړه، چې د بلخ پوهنتون داخلي سړک د پخولو په موخه د دويم فاز چارې تر ډېره پشپړې شوي دي، او په نږدې راتلوونکې کې به يې افتتاح وشي.

دغه راز ښاغلي مرستيال زياته کړه، چې د بلخ پوهنتون څېړنو او علمي مجلې معاونيت سره په همغږۍ د يو شمېر پوهنځيو لابراتوارونه يې فعال کړي او دمګړۍ محصلان پکې په مطالعه بوخت دي.

ورپسې د محصلانو چارو مرستيال ډاکټر ګل خان «نبي زاده» د محصلانو د Hemis  برښنايي سيسټم په اړه  د تظمين کيفيت له لوري د پوهنځيو پشپړې شوې ارزونې راپور د ناستې له ګډونوالو سره شريک کړ.

د ناستې په دوام کې، همدغه راز د بلخ پوهنتون څېړونو او علمي مجلې مرستيال پوهنمل دکتور حميدالله «عمرخېل» د خپل معاونيت اړوند مياشتنی راپور د ناستې له ګډونوالو سره شريک کړ.

د ناستې په پای کې د استادانو د انسجام او خدمتونو چارو آمر پوهنمل اسدالله «ناصري» له لوري د استادانو د ترفيعاتو اړوند يو شمېر دوسيې د تاييد په موخه د ناستې له ګډونوالو سره شريکې شوې.

د يادونې وړ ده، په دغه مياشتنۍ نوبتي ناسته کې د بلخ پوهنتون دعوت او ارشاد آمر او د محصلانو د انسجام او خدمتونو چارو آمر او مدير صاحبان، چې د لوړو زده کړو وزارت په ارزونه کې يې درېيم مقام خپل کړی و، د رهبرۍ لخوا په ستاينليکونو ونازول شول.

 

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د لاتک (LaTeX) پنځه ورځنی سمینار پیل شو!

د بلخ پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت له لوري د لاتک (LaTeX) په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ د بلخ پوهنتون استادانو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د علمي لیکنو او څېړنیزو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو د خالي کادري بستونو لپاره د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه!

د بلخ پوهنتون په علمي چارو معاونیت کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو خالي کادري بستونو د ګومارنې په موخه د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه.

په دې ازموینه کې د بلخ پوهنتون ژبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۱۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د انلاین کورسونو د ثبت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «انلاین کورسونو د ثبت» په اړه دوه ورځنی ورکشاپ د پوهنوال او پوهاند لوړرتبه استادانو او د زده‌کړه‌ییزو الکترونیکي کمېټو مسؤلینو لپاره ترسره شو.

 

دغه ورکشاپ د بلخ. . .

BACK TO NEWS