د اړيکو پراختيا او محصلانو ته د عملي زده کړو د فرصتونو برابرولو په موخه د بلخ پوهنتون پلاوي د سرې او برېښنا فابريکې له مسوولينو سره وکتل!

ba_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۴۵
خبر

د بلخ پوهنتون يو پلاوي، چې مشري يې د مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي بخت محمد «مومن يار» کوله، د محصلانو چارو مرستيال او د محصلانو د انسجام آمر په ملتيا د سرې او برېښنا فابريکې له مسوولينو سره د اړيکو د پراختيا او ګډې همکارۍ په موخه دوستانه ليدنه وکړه.

په دې ليدنه کې د بلخ پوهنتون محصلانو لپاره د عملي زده کړو د فرصتونو پر برابرولو، د دواړو ادارو ترمنځ د همکاريو پر پراختيا او د محصلانو مسلکي وړتياوو د لوړولو په اړه خبرې وشوې.

د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي بخت محمد «مومن يار» د يادې فابريکې له مسوولينو څخه د پخوانيو همکاريو له امله مننه وکړه او د دواړو ادارو ترمنځ يې د اړيکو او دوامدارو همکاريو پر پياوړتيا ټينګار وکړ.

همدارنګه، د بلخ پوهنتون محصلانو چارو مرستيال ډاکټر ګل خان «نبي زاده» د محصلانو د عملي زده کړو پر ارزښت خبرې وکړې او د فابريکې له مسوولينو يې وغوښتل، چې د پوهنتون له محصلانو سره د عملي زده کړو او مسلکي تجربو د ترلاسه کولو په برخه کې هراړخيزه همکاري وکړي، ترڅو محصلان د عملي کار په ډګر کې پياوړي او د ټولنې د خدمت لپاره په مسلکي توګه وروزل شي.

د سرې او برېښنا فابريکې مسوولينو هم د بلخ پوهنتون له مشرتابه پلاوي سره د ګډو همکاريو د پراختيا هرکلی وکړ او د محصلانو لپاره يې د عملي زده کړو د زمينې برابرولو او په دې برخه کې د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

نېټه: دوشنبې ورځ

۱۴۰۵/۶/۱۶ لمريز

 

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۱۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د انلاین کورسونو د ثبت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «انلاین کورسونو د ثبت» په اړه دوه ورځنی ورکشاپ د پوهنوال او پوهاند لوړرتبه استادانو او د زده‌کړه‌ییزو الکترونیکي کمېټو مسؤلینو لپاره ترسره شو.

 

دغه ورکشاپ د بلخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته پروپوزل لیکنې علمي ورکشاپ ترسره شو!

د بلخ پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د څېړنې کمېټې له لوري، د فرهنګي او ورزشي کمېټې په همکارۍ، د دغه پوهنځي ۱۱ بېلابېلو څانګو څلورم ټولګي محصلانو لپاره د «پروپوزل لیکنې» تر سرلیک لاندې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۵۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د علمي شورا میاشتنۍ نوبتي ناسته ترسره شوه!

د بلخ پوهنتون علمي شورا میاشتنۍ نوبتي ناسته د پوهنتون رئیس په مشرۍ، د معاونينو او د شورا غړو په ګډون سره ترسره شوه.

د ناستې په پرانیستونکې وینا کې د بلخ پوهنتون رئیس شیخ القرآن والحدیث. . .

BACK TO NEWS