د بلخ پوهنتون د ځانګړې کميټې غونده

د شنبې په ورځ د ۲۳/ ۱۱/ ۱۴۵۵ ه. ق چې د۱۲/ ۳/ ۱۴۰۳ ه. ش کال سره سمون لري، د بلخ پوهنتون د ځانګړې کميټې غونده د دغه پوهنتون په نوې ودانۍ د ریاست مقام په دفتر کې د بلخ پوهنتون د رئیس ښاغلی مفتی محمد شریف عثمانی په مشرۍ په داسی حال کې چې د یاد پوهنتون علمي ، علمي څیړنو، مالي او اداري مرستیالانو هم په کې گدون درلود، جوړه شوه.
لمړی د غوندې کار به رسمي توګه د قرانکریم د څومبارکو آیتونو په تلاوت سره د پوهنمل مولوی صدیق صداقت د شرعياتو د پوهنځي استاد له خوا پیل شوه. ورپسې د بلخ پوهنتون رئیس ښاغلي مفتي محمد شریف عثماني د ملي کنفرانس په اړه خپله لار ښونیزه او هر اړخیزه وینا وکړه او دګدونوالو دندې او مکلفیتونه یې د ښه جوړولو په امر کی ورته به ګوته کړل او سپارښتنه يې وکړه چه موږ او تاسو باید خپل ټول کارونه په ښه توګه سر ته ورسوو.
ور پسی د بلخ پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې مرستیال د علومو ډاکتر ښاغلي پوهاند محمدطاهر طاهر د بلخ پوهنتون د ملي کنفرانس د طرح جوړولو په تړاو د تر سره شوو فعالیتونو په اړه د علمي څیړنو معاونیت له خوا لنډ راپور وړاندې کړ.
وروسته د اجنډا له مخی، د غوندی ګدونوالو د وړاندیز شوې طرحې ( پروپوزل ) د ښه والي په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه بیان کړل. همدا راز، د اصلي او فرعي محورونو په اړه د مجلس د غړو له خوا یو سلسله تغیرات او اصلاحات وارد شول.
په پای کې، د غونډی کار د خیر په دعاییه سره د بلخ پوهنتون رییس ښاغلی مفتی محمد شریف عثمانی له خوا پای ته ورسید.
بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمریت.