د بلخ پوهنتون د ځانګړې کميټې غونده

ba_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۳ - ۱۲:۴۳
خبر

د شنبې په  ورځ د  ۲۳/ ۱۱/ ۱۴۵۵ ه. ق چې د۱۲/ ۳/ ۱۴۰۳ ه. ش کال سره سمون لري، د بلخ پوهنتون  د ځانګړې کميټې غونده  د دغه پوهنتون په نوې ودانۍ د ریاست مقام په دفتر کې د بلخ پوهنتون د رئیس ښاغلی مفتی محمد شریف عثمانی په مشرۍ په داسی حال کې چې  د یاد پوهنتون علمي ، علمي څیړنو، مالي او اداري مرستیالانو هم په کې گدون درلود،  جوړه شوه.

لمړی د غوندې کار به رسمي توګه د قرانکریم د څومبارکو آیتونو په تلاوت سره د پوهنمل مولوی صدیق صداقت  د شرعياتو د پوهنځي استاد له خوا پیل شوه. ورپسې د بلخ پوهنتون رئیس ښاغلي مفتي محمد شریف عثماني د ملي کنفرانس په اړه خپله لار ښونیزه او هر اړخیزه وینا وکړه او دګدونوالو دندې او مکلفیتونه یې  د ښه جوړولو په امر کی ورته  به ګوته کړل او سپارښتنه يې وکړه چه موږ او تاسو باید خپل ټول کارونه په ښه توګه  سر ته ورسوو.

ور پسی د بلخ پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې مرستیال د علومو ډاکتر ښاغلي پوهاند محمدطاهر طاهر د بلخ پوهنتون د ملي کنفرانس د طرح  جوړولو  په تړاو د تر سره شوو فعالیتونو  په اړه  د علمي څیړنو معاونیت له خوا  لنډ راپور  وړاندې کړ.

وروسته د  اجنډا له مخی، د غوندی ګدونوالو  د  وړاندیز شوې طرحې ( پروپوزل ) د ښه والي په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه بیان کړل. همدا راز،  د اصلي او فرعي محورونو په اړه د مجلس د غړو له خوا یو سلسله تغیرات او اصلاحات وارد شول

په پای کې، د غونډی کار د خیر په دعاییه سره د بلخ پوهنتون رییس ښاغلی مفتی محمد شریف عثمانی له خوا پای ته ورسید.

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمریت.

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

په بلخ پوهنتون کې د ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځي له لوري د همدغه پوهنځي محصلانو ته «د مخدره توکو زیانونه» تر سرلیک لاندې علمي سيمينار داير شو!

د سیمینار په پرانیستونکې وینا کې د ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځي رئیس نامزد پوهنيار قاري امیرګل «احمدي» د مخدره توکو د ناوړه او ویجاړوونکو اغېزو په اړه خبرې وکړې او محصلانو ته یې د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۵۸
Background image

په بلخ پوهنتون کې د پنځو امارتي پوهنتونونو ۱۶ خالي کادري بستونو لپاره اختصاصي ازموینه واخیستل شوه.

په دغو پوهنتونونو کې بلخ، بدخشان، بغلان، سمنګان او فاریاب پوهنتونونه شامل دي، چې د بېلابېلو علمي څانګو د تشو کادري بستونو لپاره یې د لوړو زده کړو وزارت د نافذه اصولو او ټاکل شوې پروسې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د اړيکو پراختيا او محصلانو ته د عملي زده کړو د فرصتونو برابرولو په موخه د بلخ پوهنتون پلاوي د سرې او برېښنا فابريکې له مسوولينو سره وکتل!

د بلخ پوهنتون يو پلاوي، چې مشري يې د مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي بخت محمد «مومن يار» کوله، د محصلانو چارو مرستيال او د محصلانو د انسجام آمر په ملتيا د سرې او برېښنا فابريکې. . .

BACK TO NEWS