بریښنايي آزموينو په مرکز کې کار اهل کار ته سپارلو په موخه ازموينه واخيستل شوه.
د بلخ پوهنتون رئيس شيخ القران والحدیث محمد سيد هاشمي په لارښوونه کار اهل کار ته سپارلو په موخه د بلخ پوهنتون کارکوونکو چارو آمريت څه موده وړاندې ۴ څلور اداري بستونه د آزاد رقابت له لارې اعلان ته سپارلي وو چې سه شنبه د ۱۴۴۷ھ ق کال د رجب المرجب مياشتې په ۱۶مه سهار مهال ۷ بجې يې د آزموینې پيليزه ناسته د قرآن کریم په مبارکو ايتونو سره پیل شوه.
په ياده ناسته کې لومړی د بلخ ولايت اداري اصلاحاتو رئیس ښاغلي مولوي نيک محمد «حنفي» د ازموینې نوماندانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ازموینې په طرزالعمل خبرې وکړې او ګډونوالو ته يې د روڼتيا ډاډ ورکړ.
ورپسې د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي بخت محمد «مومن يار» ګډونوال وهڅول ترڅو په پوره ډاډ سره پوښتنو ته ځواب ورکړي او دردېدلي اولس لپاره د خدمت جوګه وګرځي، ښاغلي «مومن يار» نوماندانو ته د پايلو د روڼتيا ډاډګېرنه ورکړه.
هغه زياته کړه چې حق به حقدار ته رسيږي ترڅو په حقيقي معنا وړ کس په دنده وګمارل شي.
د يادولو ده چې په ياده ازموينه کې د بلخ پوهنتون څلورو بستونو: (د ښوونې اوروزنې، طب او انجنيرۍ پوهنځيو) لابرانت او د ادبياتو پوهنځي د کتابتون مديريت لپاره ( ۱۰۳ ) کسانو نوم ليکنه کړې وه چې ازموینه يې تېره ورځ او نن دوام لري چې پایلې به يې هم مهاله له ګډونوالو سره شریکې شي.
بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي امريت
