دکانکور ازموينې ملي ادارې څخه راغلي پلاوي دبلخ پوهنتون رهبرۍ سره دچارو دښه ترسره کولو لپاره دهمغږۍ ناسته وکړه

ba_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۴ - ۱۰:۵۶
خبر

دکانکور ازموينې ملي ادارې څخه راغلي پلاوي دبلخ پوهنتون رهبرۍ سره دچارو دښه ترسره کولو لپاره دهمغږۍ ناسته وکړه.ناسته دمعمول سره سم دقران کریم په مبارکو آياتونو سره پيل شوه.

ورپسې دبلخ پوهنتون رئيس مفتي محمد شريف عثماني دراغلي پلاوي هرکلي وکړ او د کانکور ملي پروسې په تړاو د هر راز مرستې ډاډ ورکړ.

ياده ملي پروسه به د څلورو ورځو په جريان کې پای ته ورسیږي. چې دوه ورځې به بايمتريک او دوه ورځې به ازموينه دوام وکړي.

وروسته بيا دراغلي پلاوي په استازيتوب مولوي معلم احمد حقاني او پوهنوال دوست محمد فيضي په خپل وار سره د يادې ملي پروسې په تړاو معلومات وړاندې کړل.  د علمي اومحصلانو چارو معاونيت څخه يې دترتيب و تنظيم او روڼتیا په برخه کې دهمکارۍ غوښتنه وکړه.

ناسته دخير په دعا سره پای ته ورسېده.

photo

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۱۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د انلاین کورسونو د ثبت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «انلاین کورسونو د ثبت» په اړه دوه ورځنی ورکشاپ د پوهنوال او پوهاند لوړرتبه استادانو او د زده‌کړه‌ییزو الکترونیکي کمېټو مسؤلینو لپاره ترسره شو.

 

دغه ورکشاپ د بلخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته پروپوزل لیکنې علمي ورکشاپ ترسره شو!

د بلخ پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د څېړنې کمېټې له لوري، د فرهنګي او ورزشي کمېټې په همکارۍ، د دغه پوهنځي ۱۱ بېلابېلو څانګو څلورم ټولګي محصلانو لپاره د «پروپوزل لیکنې» تر سرلیک لاندې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۵۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د علمي شورا میاشتنۍ نوبتي ناسته ترسره شوه!

د بلخ پوهنتون علمي شورا میاشتنۍ نوبتي ناسته د پوهنتون رئیس په مشرۍ، د معاونينو او د شورا غړو په ګډون سره ترسره شوه.

د ناستې په پرانیستونکې وینا کې د بلخ پوهنتون رئیس شیخ القرآن والحدیث. . .

BACK TO NEWS