د اداري او مالي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي د خپل اداري پرسونل سره مياشتنۍ ناسته وکړه

ba_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۹:۳۸
خبر

د بلخ پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي د خپل اداري پرسونل سره مياشتنۍ ناسته وکړه، ياده ناسته د ښاغلي مرستيال په خپل دفتر کې دايره شوې وه، چې پيل يې د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره وشو.

ښاغلي فضلي د ناستې ګډونوالو ته هرکلی ووايه او د هرکلي تر څنګ يې ترې مننه هم وکړه.

وروسته له مننې يې خپله اصلي موضوع د ګډنوالو سره شريکه کړه او له امرينو يې هيله وکړه چې د تېر 1402 لمريز کال لاسته راوړنې او د روان کال نوي ابتکارات مو راسره شريک کړئ.

لومړی د بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي امر سميع الله بلخي د تېر کال پر لاسته راوړنو لنډ وغږېد او د روان کال لپاره يې د بلخ پوهنتون د نشراتو نوې طرحې وړاندې کړلې او په يادو طرحو کې د بلخ پوهنتون د رياست او معاونيت څخه همکاري وغوښته.

ورپسې همدا ډول د بلخ پوهنتون د نورو  بېلابېلو برخو امرانو خپلې لاسته راوړنې او د روان کال لپاره يې نوي نيول شوي پلانونه شريک کړل.

د غونډې په اخري شېبو کې ښاغلي فضلي يو ځلې بيا له خپلو کارمندانو مننه وکړه او ويې ويل: زه له تاسې ټولو خوښ يم، زمونږ او ستاسې دا ډول ناستې به يوازې د ورورګلوۍ په فضا کې د وطن د خدمت لپاره وي، دلته مونږ ټول سره يو شان يوو، امر، مدير ...ترمنځ توپيرونه به نه وي، ټول د يوې ادارې غړي يوو، هيڅوک په مونږ کې په يو بل بهتري نه لري، د رب په وړاندې بهتر هغه څوک دی چې تقوی لري.

نوموړي دې خبرې ته هم اشاره وکړه: دا نظام په وينو ګټل شوی دی، خپلو قدمونو سره به ډېر احتیاط کوئ، خپلو در سپارل شويو مسووليتونو کې به په هيڅ ډول ناغيړي، خيانت او غداري نه کوئ، که مو چېرته وکړلې؛ نو د هغه شهيدانو د وينو سره به مو ستر ظلم کړی وي، کومو چې درته دا نظام په خپلو  سپېڅلو او ارزښتمنو وينو وګاټه او واورئ دا د خدای شان دی، دا نظام لکه څنګه چې په سپېڅلو وينو  ګټل شوی دی؛ نو په هماغه شان سپېڅلی هم دی، چا چې هم ورته په کمه سترګه کتلي دي، خيانت يې ور سره کړی دی؛ نو رب خپله جزا ورکړې ده او د دې غيور او دردېدلي ولس په مخ کې یې شرمولي دي.

بلخ پوهنتون داړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۹:۲۶
Background image

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون او بلخ پوهنتون ترمنځ د علمي همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

پنجشنبه د ۱۴۴۷ھ ق کال د شوال المکرم په ۸مه بلخ پوهنتون او افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د علمي همکارۍ د پراختیا په موخه یو تفاهم‌لیک لاسلیک شو.
دغه هوکړه لیک په یوه رسمي ناسته کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۵:۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې د پيام صحت په نامه څېړنيزې علمي مجلې لومړۍ شمېرې دوهم ټوک د چاپ په ګاڼه سمبال شو!

نن چهارشنبه  د ۱۴۴۷ھ ق کال شوال مياشتې په ۷مه نېټه د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال په لارښونه د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت له لوري د ۱۴۰۴ لمريز کال پيام صحت په نامه څېړنيزې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۱:۳۳
Background image

د بلخ پوهنتون څېړنو او علمي مجلو مرستيال د پوهنې ریاست مسوولینو سره د همغږۍ ناسته وکړه .

شنبه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د روژې مبارکې میاشتې په ۱۸مه نېټه، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاون د بلخ ولایت د معارف ریاست له محترمو مسؤلینو سره رسمي لیدنه ترسره کړه. د دې کتنې موخه د. . .

BACK TO NEWS