د (مزل) مزل دوه کلن شو!

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۱۱:۲۶
خبر

په همدې اړوند د سه شنبې ورځ د ۱۴۰۳ لمریز کال د چنګاښ(سرطان) میاشتې ۱۹مه د (مزل) فرهنګي، هنري او ادبي دېوالي جريدې دویمه کالیزه د پښتو ژبې او ادب ډيپارټمنټ استادانو او محصلانو ونمانځله.

په یاده غونډه کې د بېلابېلو پوهنځیو استادانو او د پښتو ژبې او ادب ډیپارټمنټ محصلانو ګډون درلود. د غونډې پرانيستې وینا لپاره د (مزل) جريدې لارښود استاد پوهنمل عزیزالدین يوسفزي ګډونوالو ته د ښه راغلاست او مبارکۍ ترڅنګ د جريدې د تېر یو کال پر محتوياتو، لاسته راوړنو او دوه‌کلن مزل خبرې وکړې. وروسته د ويناوو په لړۍ کې د بلخ پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي رئیس ښاغلي فیض الله ذکي، ورپسې د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستیال پوهاند ډاکتر محمد طاهر طاهر او د بلخ پوهنتون د فوق‌لېسانس برنامو مشر پوهاند ډاکتر محمد صالح راسخ د جريدې د غړو هڅې وستایلې، د دې تر څنګ يې په خپله وينا کې د جريدې اړوند ګټورې څرګندونې او د علم او قلم په ارزښت خبرې وکړې. د ویناوو د لړۍ په پای کې د محصلانو په استازولۍ نعمت الله سرحدي د جريدې مثبتې اغېزې بیان کړې او په دې لار کې يې د دوام هیله وښودله. په پای کې غونډه له دعایې وروسته، د (مزل) د ۱۹مې ګڼې په پرانیستلو(خپرولو) چې محتوا يې دویمې کاليزې ته ځانګړې شوې او د بېلابېلو پوهنځیو استادانو نظرونو ته پکې ځای ورکړل شوی، پای ته ورسېده.

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۹:۱۵
Background image

دبلخ پوهنتون نوي علمي مرستيال په څو کاري ورځو کې له درې معاونیتونو ١٦ پوهنځيو کادري روغتون او د محصلينو د ليليې څخه ليدنه وکړه.

وروسته له دې چې مفتي سید جمال آغا رسما د بلخ پوهنتون علمي مرستيال په توگه وګمارل شو نوموړي خپل فعالیتونه په ښه شان سره پيل کړل .هغه په څو کاري ورځو کې د اداري کارونو سربېره د ياد. . .

شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۹:۱۴
Background image

د علمي او محصلانو چارو مرستيالانو د لوړو زده کړو وزارت په انلاین کنفرانسونو کې ګډون وکړ.

د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د ثور مياشتې ۱۸مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالقعدة میاشتې له لسمې نیټې سره برابره ده، د بلخ پوهنتون علمي چارو مرستيال مفتي جمال الدین آغا او  محصلانو چارو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۰:۳۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونيت اړوند د تهيه او تدارکاتو آمر د خدمتي کارکوونکو سره ناسته کړې!

چهارشنبه د ۱۴۰۴لمريز کال د حمل مياشتې په شلمه د بلخ پوهنتون خدمتي کارکوونکو سره د ياد مالي او اداري چارو معاونيت اړوند آمريت آمر مولوي سیدفريد «سادات» ناسته وکړه، د دغې ناستې پيل د قران. . .

BACK TO NEWS