د کندهار پوهنتون اداري چارو کارکونکو د يو علمي سفر په ترڅ کې د بلخ پوهنتون اداري کارکوونکو سره د تجربو شريکولو په موخه لېدنه وکړه.

ba_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۱:۴۶
خبر

دغه علمي سير چې د کندهار پوهنتون د اداري چارو اړوند، آمرينو او مديرانو په کې ګډون درلود، د پنج شنبې په ورځ بلخ پوهنتون ته راورسېد او د بلخ پوهنتون د چاپېريال سره يې ځان بلد کړ.

د جمعې په ورځ يې د بلخ ولایت يو شمېر تاریخي ځایونو ليدنې وروسته د شنبې په ورځ د بلخ پوهنتون آمرينو او مديرانو سره وليدل.

 په دغه ليدنه کې د بلخ پوهنتون رهبرۍ او په ځانګړي توګه د مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي بخت محمد «مومن یار» له لوري  دغه پوهنتون ته د کندهار پوهنتون اداري کارکوونکو په ورتګ ښه هرکلی او ميلمه پالنه وشوه.

نوموړو کارکونکو  په بلخ پوهنتون کې هر يو د خپل سیال سره د چارو ښه تر سراوي په موخه مشورتی ناسته ترسره کړه. په ياده ناسته کې دواړو خواوو خپلې کړنې او تجربې د يو بل سره شریکې کړې؛ تر څو په اړوندو اداري چارو کې ترې ګټه واخلي.

د کندهار پوهنتون اداري کارکوونکو او د بلخ پوهنتون اداري کارکوونکو دغه ډول علمي سفرونه د ادارې د غښتلتيا او وطنوالو ته د چټکو خدمتونو وړاندې کولو لپاره ګټور وګڼل.

 

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۱۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د انلاین کورسونو د ثبت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «انلاین کورسونو د ثبت» په اړه دوه ورځنی ورکشاپ د پوهنوال او پوهاند لوړرتبه استادانو او د زده‌کړه‌ییزو الکترونیکي کمېټو مسؤلینو لپاره ترسره شو.

 

دغه ورکشاپ د بلخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته پروپوزل لیکنې علمي ورکشاپ ترسره شو!

د بلخ پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د څېړنې کمېټې له لوري، د فرهنګي او ورزشي کمېټې په همکارۍ، د دغه پوهنځي ۱۱ بېلابېلو څانګو څلورم ټولګي محصلانو لپاره د «پروپوزل لیکنې» تر سرلیک لاندې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۵۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د علمي شورا میاشتنۍ نوبتي ناسته ترسره شوه!

د بلخ پوهنتون علمي شورا میاشتنۍ نوبتي ناسته د پوهنتون رئیس په مشرۍ، د معاونينو او د شورا غړو په ګډون سره ترسره شوه.

د ناستې په پرانیستونکې وینا کې د بلخ پوهنتون رئیس شیخ القرآن والحدیث. . .

BACK TO NEWS