په بلخ پوهنتون کې د امير المومنين شهيد ملا اختر محمد منصور د ژوند، فکر او مبارزې په سرليک علمي سیمینار دائر شو.

ba_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۵۲
خبر

د ياد سیمینار په پرانیستې وينا کې د بلخ پوهنتون  مالي او اداري چارو مرستیال الحاج مولوي بخت محمد «مومن يار»  امير المومنين شهيد ملا اختر محمد منصور د اسلامي امارت د تحریک د بیا ځلې راژوندي کېدو او پیاوړتیا مهم شخصیت وباله او ویې ویل چې هغه په یوه حساس پړاو کې د تحریک مشري پر غاړه واخیسته او د خپلو هڅو، قربانيو او رهبرۍ له لارې یې د اسلامي امارت د مبارزې بهیر ته نوی حرکت ورکړ.

ورپسې د بلخ پوهنتون څېړنو او علمي مجلې مرستيال ډاکټر پوهنمل حميدالله «عمرخېل» د شهيد ملا اختر محمد منصور په ځانګړنو وغږید. هغه وويل چې همېش يې مسلمانان يوالي ته هڅول او د کفارو سره د جهاد ترڅنګ يې سولې ته هم لار پرانيستې وه.

د سمينار په دوام کې د بلخ پوهنتون شرعياتو پوهنځي استاد مولوي پوهنيار سید محمود «مقصودي» د ملا اختر محمد منصور د ژوند بېلابېلو اړخونو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې نوموړي د خپل ژوند ډېره برخه د اسلامي ارزښتونو د دفاع او مبارزې په لاره کې تېره کړې ده. هغه زیاته کړه چې د نوموړي سیاسي او جهادي فعالیتونه د افغانستان د معاصر تاریخ مهم فصلونه جوړوي.

ښاغلي مقصودي د خپلو خبرو پر مهال د ملا اختر محمد منصور د شخصیت، رهبرۍ، فکري لیدلوري او د اسلام لپاره د ترسره شویو هڅو او قربانیو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل او محصلان یې د اسلامي شخصیتونو د ژوند د مطالعې او څېړنې ارزښت ته متوجه کړل.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيمينار د بلخ پوهنتون شپاړس ګونو پوهنځيو محصلانو ته د بلخ پوهنتون خدمتونو او انسجام چارو آمريت په نوښت جوړ شوی و.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۲۲ دوشنبې ورځ
بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د لاتک (LaTeX) پنځه ورځنی سمینار پیل شو!

د بلخ پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت له لوري د لاتک (LaTeX) په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ د بلخ پوهنتون استادانو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د علمي لیکنو او څېړنیزو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو د خالي کادري بستونو لپاره د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه!

د بلخ پوهنتون په علمي چارو معاونیت کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو خالي کادري بستونو د ګومارنې په موخه د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه.

په دې ازموینه کې د بلخ پوهنتون ژبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۱۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د انلاین کورسونو د ثبت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «انلاین کورسونو د ثبت» په اړه دوه ورځنی ورکشاپ د پوهنوال او پوهاند لوړرتبه استادانو او د زده‌کړه‌ییزو الکترونیکي کمېټو مسؤلینو لپاره ترسره شو.

 

دغه ورکشاپ د بلخ. . .

BACK TO NEWS