په بلخ پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونيت لخوا اداري کار کوونکو ته، ( د مديريت اساسات او فورمو لارښود) ترسرليک لاندې دوه ورځنی سمينار پيل شو!

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۴:۲
خبر

نن چهارشنبه د ۱۴۴۷ ھ ق کال د صفرې مياشتې په پينځمه په بلخ پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونيت لخوا د بلخ پوهنتون اداري کار کوونکو ته( د مديريت اساسات او فورمو لارښود) تر سرليک لاندې دوه ورځنی سمينار پيل د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره وشو.

د سمينار په پيل کې د بلخ پوهنتون مشرتابه شيخ القران والحديث محمد سيد «هاشمي» د علم په ارزښت، اخلاقو، مطالعه، او عقيدې موضوعاتو باندې خبرې وکړې.

د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي بخت محمد «مومن يار» د خپلې وينا په پيل کې د ياد سمينار ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د ښه راغلاست ترڅنګ يې زياته کړه چې دا ډول سمينارونه د ادري کار کوونکو لپاره د کار په زده کړه او مشتريانو  ته د چټک خدمت وړاندې کولو لپاره مفيد تمامېدلی شي.

ښاغلي مرستيال د دغه سمينار ګډونوالو ته په خطاب کې وويل چې دندو ته پر وخت راځئ، غفلت مه کوئ، دلته تاسې دې ملت او اسلامي نظام سره تړون کړی دی او د دغه تړون ماتول د ولس او نظام سر لويه جفا ده.

د مشرتابه او مرستيال له څرګندونو سره سم، د دغه سمينار عملي پيل د بلخ پوهنتون ادارې او عامه پاليسۍ  پوهنځي استاد ضيا الله عارفي له لوري وشو، چې د ادارې اړوند تازه معلوماتو ته يې د سمينار ګډنوال ځير کړل.

په دغه سمينار کې د بلخ پوهنتون څلورو واړو معاوينيتونو څخه مديرانو او آمرينو ګډون درلود، ياد سمينار به سبا پنجشنبه د تصديق پاڼو په ويش سره پای ته ورسېږي.

 

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د لاتک (LaTeX) پنځه ورځنی سمینار پیل شو!

د بلخ پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت له لوري د لاتک (LaTeX) په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ د بلخ پوهنتون استادانو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د علمي لیکنو او څېړنیزو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو د خالي کادري بستونو لپاره د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه!

د بلخ پوهنتون په علمي چارو معاونیت کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو خالي کادري بستونو د ګومارنې په موخه د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه.

په دې ازموینه کې د بلخ پوهنتون ژبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۱۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د انلاین کورسونو د ثبت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «انلاین کورسونو د ثبت» په اړه دوه ورځنی ورکشاپ د پوهنوال او پوهاند لوړرتبه استادانو او د زده‌کړه‌ییزو الکترونیکي کمېټو مسؤلینو لپاره ترسره شو.

 

دغه ورکشاپ د بلخ. . .

BACK TO NEWS