د بلخ پوهنتون د مالي او اداري چارو د مرستیال په مشرۍ اداري ناسته وسوه

ba-edris
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۳ - ۱۰:۴۰
خبر

د چهار شنبې په ورځ ۱۴۴۵/۵/۲۶ ه ق د مالي او اداري چارو په معاونیت کښي، دبلخ پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال  ښاغلي قاضي عبدالهادي فضلي په مشرۍ د مالي او اداري چارو معاونيت اړوند د کارمندانو تر منځ اداري ناسته دائر سوه، چي پر مهال ئې، مالي او حسابي، منابع بشري، د عامه پوهاوي او آړيکو، د تدارکاتو، خدماتو آمرينو او اداري کارمندانو ګډون درلود.

په همدې موخه جوړه سوې ناسته، چي د قرآن کریم په څو مبارکو آیاتونو سره پېل شوه؛ په پېل کي د اداري چارو مرستيال قاضي عبدالهادي فضلي د ناستي ګډون والو ته ښه راغلاست ووايه او وروسته ئې د تېري اداري ناستي د تر سره سوو اجراءاتو د راپور د وړاندي کولو تر څنګ، د چارو د ښه تنظیم او همږغۍ، د اُصولو د تطبیق، د کاري بهیر د چټکتیا او شفافیت لپاره دَ تشکيل او اجناسو اړتياوو ګډو همکاریو په اړه غوښتنه وکړه   د ځينو نورو اړينو موضوعاتو په اړه ئې لازمي سپارښتني وکړې.

ورپسې د آمريتونو مسئولانو هم هر يوه خپل په نوبت د خپلو اجراءاتو، راپورونو او پلانونو په اړه معلومات د مالي او اداري چارو د مرستيال او کارمندانو سره شريک کړل؛ د آمريتونو مسئولانو خپلي ستونزي هم د مالي او اداري چارو د مرستيال سره شريکي کړې، چي ورته د همکارۍ ډاډ ورکول سو.

وروسته دا اداري ناسته د دؤعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

 

د بلخ پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت.

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

photo

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۱۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د انلاین کورسونو د ثبت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «انلاین کورسونو د ثبت» په اړه دوه ورځنی ورکشاپ د پوهنوال او پوهاند لوړرتبه استادانو او د زده‌کړه‌ییزو الکترونیکي کمېټو مسؤلینو لپاره ترسره شو.

 

دغه ورکشاپ د بلخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته پروپوزل لیکنې علمي ورکشاپ ترسره شو!

د بلخ پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د څېړنې کمېټې له لوري، د فرهنګي او ورزشي کمېټې په همکارۍ، د دغه پوهنځي ۱۱ بېلابېلو څانګو څلورم ټولګي محصلانو لپاره د «پروپوزل لیکنې» تر سرلیک لاندې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۵۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د علمي شورا میاشتنۍ نوبتي ناسته ترسره شوه!

د بلخ پوهنتون علمي شورا میاشتنۍ نوبتي ناسته د پوهنتون رئیس په مشرۍ، د معاونينو او د شورا غړو په ګډون سره ترسره شوه.

د ناستې په پرانیستونکې وینا کې د بلخ پوهنتون رئیس شیخ القرآن والحدیث. . .

BACK TO NEWS