د وزارت څخه راغلو پلاوي د بلخ پوهنتون له رئيسانو سره وروستۍ ناسته

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۸:۵۵
خبر

د غبرګولي(جوزا) د مياشتې په لومړۍ نېټه د وزارت څخه راغلو پلاوو د بلخ پوهنتون مرستیالانو او د پوهنځيو رئيسانو  سره د خپل درې ورځنيو پلټنو پايلې او د شته ستونزو د حل په اړه ناسته وکړه، دغه ناسته د قرانکريم په څو مبارکو ايتونو سره پيل شوه.

د غونډې په پيل کې د بلخ پوهنتون رئيس مفتي محمد شريف عثماني له وزارت څخه د راغلو ميلمنو هرکلی او مننه وکړه او وروسته له مننې يې د وزارت دغه اقدام وستايه، نوموړي وويل چې د لوړو زده کړو وزارت څخه مونږ خوښ يوو، چې زمونږ ستونزې اوري او بې له ځنډه يې د هوارېدو لپاره زمونږ پوهنتون ته استازي  راستوي، مونږ دغه ډول همکاريانې په درنو الفاظو تقديروو.

له ښاغلي رئیس څخه وروسته له وزارت څخه راغلي  پلاوي په مشرۍ انجنیر روح الله روحاني  په خپلو خبرو کې د بلخ پوهنتون له رهبرۍ خوښي څرګنده کړه چې په دې درې ورځني بوختيا وو کې يې زمونږ سره اړينه همکاري وکړه، ور پسې يې خپل د  درې ورځو هلوځلو پايلې دبلخ پوهنتون له رهبرۍ سره شريکې کړې او په کومو برخو کې چې نيمګړتياوې وې هغه يې ور په نښه کړي. ترڅو ژر تر ژره يې د حل لپاره هڅې وکړې، بل زمونږ او ستاسې هدف يو دی، ټول به ورته په ګډه کار کوو، او هر څه د خالص د خدای د رضا لپاره وي؛ ترڅو دا ستړياوې مو خدای په عبادت کې وشمېري.

ورپسې د محصلانو چارو عمومي رئيس حامد يعقوبي او مالي مسؤل جمشيدي هم دخپلو ارزونو بېلګې له رئيسانو سره شريکې کړې او د نيمګړتياوو د حل سپارښتنه وکړه.

ناسته د شرعياتو پوهنځي رئیس مفتي شفيق اللّٰه مظهري په دعا سره پای ته ورسېده.

بلخ پوهنتون داړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د لاتک (LaTeX) پنځه ورځنی سمینار پیل شو!

د بلخ پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت له لوري د لاتک (LaTeX) په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ د بلخ پوهنتون استادانو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د علمي لیکنو او څېړنیزو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۳۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو د خالي کادري بستونو لپاره د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه!

د بلخ پوهنتون په علمي چارو معاونیت کې د یو شمېر امارتي او خصوصي پوهنتونونو خالي کادري بستونو د ګومارنې په موخه د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه.

په دې ازموینه کې د بلخ پوهنتون ژبو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۱۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د انلاین کورسونو د ثبت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «انلاین کورسونو د ثبت» په اړه دوه ورځنی ورکشاپ د پوهنوال او پوهاند لوړرتبه استادانو او د زده‌کړه‌ییزو الکترونیکي کمېټو مسؤلینو لپاره ترسره شو.

 

دغه ورکشاپ د بلخ. . .

BACK TO NEWS