علمي څیړنو کمېټې مهالنئ غونډه

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۴:۴۴
خبر

د سه شنبی  په ورځ ۱۴۴۶/۳/۷ هجری سپوږمیز کال چې له ١٤٠٣/۶/۲۰ لمریز کال سره سمون لري د علمي څېړنو د کمېټې مهالنئ غونډه د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې د معاون تر نظر لاندې د نوی پوهنتون د اداره او عامه پالیسۍ  پوهنځي په تالار کې ترسره شوه٠

ياده غونډه د شرعياتو پوهنځي  استاد پوهنمل حکمت الله حکمت لخوا د قرانکريم په څو مبارکو آياتونو پيل شوه ورپسې د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستیال ډاکتر پوهنمل حمیدالله عمر خیل د څېړنو کمېټې د غړو د مکلفيتونو په تړاو اړينې لارښوونې وکړې٠

ښاغلي ډاکتر عمر خیل د کمېټې له غړو غوښتنه وکړه، ترڅو د اړوند پوهنځيو په سطحه د علمي پروپوزلونو د پرمخ وړلو او همدارنګه د علمي آثارو د طى مراحل کولو په برخه کې د لارښود مطابق لازمه پاملرنه وکړي، ترڅو د علمي آثارو د پرمخ وړلو پروسه او د استادانو د ترفيعي او ناترفيعي څېړنيزو عنوانونو د ثبت وړانديزونه له ستونزو سره مخ نشي٠

ورپسې د اجندا اړوند څېړنيزې طرحې، څېړنيز آثار او د استادانو علمي کنفرانسونه د جلسې د غړو لخوا و ارزول شول او همدارنګه د غونډې ګډونوالو د کاري چارو د ښه والي په موخه خپل نظرونه او وړانديزونه سره شريک کړل.

 په پاى کې غونډه د خير په دعاء سره پاى ته ورسېده٠

د بلخ پوهنتون د عامه پوهاوي او اړيکو آمريت

 

photo

 

photo

 

photo

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۱۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د انلاین کورسونو د ثبت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «انلاین کورسونو د ثبت» په اړه دوه ورځنی ورکشاپ د پوهنوال او پوهاند لوړرتبه استادانو او د زده‌کړه‌ییزو الکترونیکي کمېټو مسؤلینو لپاره ترسره شو.

 

دغه ورکشاپ د بلخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته پروپوزل لیکنې علمي ورکشاپ ترسره شو!

د بلخ پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د څېړنې کمېټې له لوري، د فرهنګي او ورزشي کمېټې په همکارۍ، د دغه پوهنځي ۱۱ بېلابېلو څانګو څلورم ټولګي محصلانو لپاره د «پروپوزل لیکنې» تر سرلیک لاندې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۵۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د علمي شورا میاشتنۍ نوبتي ناسته ترسره شوه!

د بلخ پوهنتون علمي شورا میاشتنۍ نوبتي ناسته د پوهنتون رئیس په مشرۍ، د معاونينو او د شورا غړو په ګډون سره ترسره شوه.

د ناستې په پرانیستونکې وینا کې د بلخ پوهنتون رئیس شیخ القرآن والحدیث. . .

BACK TO NEWS