په بلخ پوهنتون کې د علمي شورا مياشتنۍ نوبتي ناسته!

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۹:۱۰
خبر

د دوشنبه په ورځ د دلوې مياشتې په لومړۍ په بلخ پوهنتون کې، د علمي شورا مياشتنۍ نوبتي ناسته ترسره شوه، د دغې ناستې پيل د قران عظيم الشان په مبارک کلام سره وشو.

 

د بلخ پوهنتون رئيس شيخ الحديث محمد سيد «هاشمي» د غونډې ګډونوالو ته هر کلی ووايه او وروسته له هر کلي يې دغې ناستې ته په خپلو خبرو کې وويل:«چې  په دندو کې مو خپلو مسووليتونو ته پاملرنه وکړئ، نوموړي په دې ټينګار وکړ، چې د اميرالمومنين فرامين په پوره توګه پلي کړئ او خپله ديني وجيبه ادا کړئ؛ تر څو د اخرت له سختيو نجات ومومئ»

 

د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال نجيب الله «کروخي» په خپله وينا کې زياته کړه، چې ځانونه اصلاح کړئ او له بې ځایه تورنو ځان وساتئ، نوموړي د غونډې ګډونوالو ته دا هم وويل چې د اصولو خلاف غوښتنې مه کوئ.

 

د ناستې په دوام کې د بلخ پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل حيات الله «حقجو» خپل لنډ کاري راپور وړاندې کړ او د داخلي اروزنې په موخه يې خبرې وکړې.

په اخر کې ښاغلي حقجو د غونډې ګډونوالو څخه وغوښتل چې خپل کلنی راپور ورسره ژر شريک کړي.

 

د غونډې په پای د بلخ پوهنتون د استادانو چارو آمر پوهنمل اسدالله «ناصري» د څو پوهنتونونو اړوند د استادانو په ترفيعاتو، ارتقاوو او د علمي رتبو په اړه رڼا واچوله.

په دغه ناسته کې څلور د ترفيعاتو، درې د ارتقا، درې د تقرر، څلور د انفکاک او دوه د متفرقوو دوسيې وڅېړل شوې.

 

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۱۲
Background image

په بلخ پوهنتون کې د انلاین کورسونو د ثبت په اړه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!

په بلخ پوهنتون کې د «انلاین کورسونو د ثبت» په اړه دوه ورځنی ورکشاپ د پوهنوال او پوهاند لوړرتبه استادانو او د زده‌کړه‌ییزو الکترونیکي کمېټو مسؤلینو لپاره ترسره شو.

 

دغه ورکشاپ د بلخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۰
Background image

په بلخ پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلانو ته پروپوزل لیکنې علمي ورکشاپ ترسره شو!

د بلخ پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د څېړنې کمېټې له لوري، د فرهنګي او ورزشي کمېټې په همکارۍ، د دغه پوهنځي ۱۱ بېلابېلو څانګو څلورم ټولګي محصلانو لپاره د «پروپوزل لیکنې» تر سرلیک لاندې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۵۱
Background image

په بلخ پوهنتون کې د علمي شورا میاشتنۍ نوبتي ناسته ترسره شوه!

د بلخ پوهنتون علمي شورا میاشتنۍ نوبتي ناسته د پوهنتون رئیس په مشرۍ، د معاونينو او د شورا غړو په ګډون سره ترسره شوه.

د ناستې په پرانیستونکې وینا کې د بلخ پوهنتون رئیس شیخ القرآن والحدیث. . .

BACK TO NEWS